د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت؛ د اسلامي همکاریو سازمان د خوړو خوندیتوب پروګرام پیل کړ


ارشیف: د کابل د یوې نانوایۍ مخې ته د ډوډۍ د مرستې په هیله ولاړ خلک. لویه برخه افغانان له فقر او اقتصادي ستونزو شکایت لري.
ارشیف: د کابل د یوې نانوایۍ مخې ته د ډوډۍ د مرستې په هیله ولاړ خلک. لویه برخه افغانان له فقر او اقتصادي ستونزو شکایت لري.

د اسلامي همکارۍ سازمان له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د یوه پروګرام اعلان وکړ.

د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان ناوړه بشري وضعیت ته په کتو د افغانستان د خوړو خوندیتوب پروګرام پیل کړ.

د یاد شوي سازمان دوو غړیو هیوادونو؛ مالیزیا او قزاقستان سفارتونو پرون پنجشنبې په یوه ګډه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان وضعیت سبب شو ،چې د دې سازمان غړي هېوادونه د خوړو د خوندیتوب یا مصئونیت پروګرام له لارې د بېړنۍ مرستې ګډې هڅې وکړي.

په بیان کې وړاندې ویل شوي، د اسلامي همکارۍ سازمان د ۵۷ غړیو هېوادونو ګډ ملاتړ د افغانستان لپاره په ځانګړي ډول د دغه هېواد روان بشري بحران او سخت سیاسي – اقتصادي وضعیت ته په پام مهم دی.

پرون پنجشنبې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' په یوه ټویټ کې ولیکل چې د بودیجې د کموالي له کبله به ۸ میلیونه افغانان نور، مرستې نه شي ترلاسه کولی.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي،د دوی مرستې په داسې یوه هېواد کې د هغو میلیونونو انسانانو ژوند ژغوري چې که د یو وخت ډوډۍ ورورسېږي، نه پوهېږي چې د بل وخت ډوډۍ به څنګه مومي.

په ارزګان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه- - آرشیف
په ارزګان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه- - آرشیف

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بشري مرستو د یو شمېر سترو موسسو مسوولان د بودیجې له کموالي سر ټکوي او وايي چې دا ستونزه په افغانستان کې د روان بشري بحران اصلي وجه ده.

د پاملرنې موسسې، د نجات نړیوالې کمېټې او د ناروې د کډوالو شورا استازو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې مرستندویې موسسې د طالبانو له محدودیتونو سره سره ډېر شمېر افغانانو ته مرستې رسوي.

د اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ کوونکې ادارې د معلوماتو پر اساس، سږ کال په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۳ میلیارده او دوه سوه میلیون ډالرو ته اړتیا ده، خو تراوسه پورې یې یوازې څه باندې ۴۷۷ میلیون ډالره ترلاسه کړي چې دا د دوی له لوري د ټولو غوښتل شویو پیسو یوازې څه کم پنځلس سلنه ده.

د چارو د کتونکو په وینا، د اسلامي همکارۍ سازمان، چې د غړیو شمېر یې ۵۷ هېوادونو ته رسېږي، د نورو هېوادونو په پرتله له افغانستان سره کافي مرسته نه ده کړې؛ حال دا دی چې په تېلو شتمن عرب هېوادونه او د قزاقستان په شان د غلې د تولید لوی هېوادونه یې غړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG