د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

يونېسف: ۶۰ سلنه افغان نجونې او ۴۶ سلنه هلکان له لومړنيو زده‌کړو بې برخې دي


ارشیف: په کندهار کې یو شمېر نجونې
ارشیف: په کندهار کې یو شمېر نجونې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونېسف وايي، په افغانستان کې ۶۰ په سلو کې نجونې او ۴۶ په سلو کې هلکان له لومړنیو زده‌کړو بې برخې دي.

یونېسف د جمعې په ورځ د افغان ماشومانو د زده‌کړو د ملاتړ لپاره د جاپان هېواد د ۱۰ میلیونه ډالرو د مرستې په اړه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، ان هغه ماشومان چې ښوونځیو ته ځي هم سمه زده‌کړه نه ورکول کېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې جنګ جګړو د افغان ماشومانو لپاره ښوونځي ناامنه کړي او ډېری ښوونځی پوره ټولګي نه‌لري، دغه شان ښوونکي په شرایطو برابر نه دي او ان ډېری ښوونځي د ښوونکو لپاره د لاس مینځلو کافي وسایل نه‌لري.

په کابل کې یوه ځوان له لوري جوړ شوی ښوونځی. 29 March 2023
په کابل کې یوه ځوان له لوري جوړ شوی ښوونځی. 29 March 2023

د يادې اعلامیې پر بنسټ د جاپان د جایکا موسسې دا لس میلیونه ډالره مرسته له زده‌کړو د محرومو ماشومانو د ملاتړ په برخه کې مهمه ده چې د ماشومانو د زده‌کړو پروګرام پرې تقویه شي.

دغه مرسته چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لارې مصرفېږي ۷۱ زره او ۵۰۰ ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابروي.

د یونېسف په اعلامیه کې راغلي چې دغه پیسې به د ښوونځیو د جوړېدو، د ۵۵ زره ښوونکو د ظرفیت لوړونې او د ټولګیو د بیا رغونې په برخه کې ولګول شي.

یونېسف په دې اعلامیه کې د افغانستان لپاره د جاپان د سفیر تاکاشي اوکادا له قوله لیکلي: "هر ماشوم د یو مجهز ښوونیز او امن ټولګي حقدار دی، داسې ځای چې دوی په‌کې په خپلو زده‌کړو تمرکز وکړي او د خپلو ښوونکو په وړتیاو باور ولري."

په فراه کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی.
په فراه کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د یونېسف استازې فران اکیزا ویلي چې د هر ماشوم لپاره د زده‌کړو د فرصت د رامنځته کېدو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په رسمي او غیر رسمي چاپېریال کې ماشومان با کیفیته زده‌کړو ته لاسرسی ولري.

په همدې حال کې له زده‌کړو یو شمېر بې برخې ماشومان وايي، فقر او بې‌وزلۍ ښوونځیو ته له تګ منع کړي دي.

لس کلنه مریم چې د کابل په احمد شاه بابا مېنه 'ارزان قیمت' کې اوسیږي وايي، د سړک پر غاړه د خلکو څپلۍ او بوټان رنګوي او ښوونځي ته د تګ مالي توان نه‌لري.

نوموړې وايي: "ښوونځی مې خپله پرېښود، پیسې نه‌لرم چې خپل ځانته پرې قلم، کتابچه او کتاب وپېرم، همدومره پیسې پیدا کوم چې کولای شم خپلې وړې خور او ورور ته مې رسېدنه وکم. مور مې ناروغه ده. په ډېرې سختۍ بیرون کار کوم، ځکه حالات خراب دي خو زه ډېره مجبوره یم."

د کابل ښار په یوه څنډه کې کارګر ماشومان. 01 June 2023.
د کابل ښار په یوه څنډه کې کارګر ماشومان. 01 June 2023.

دولس کلن منصف چې د پلازمېنې کابل د بګرامیو اوسېدونکی دی وايي، ښوونځي ته د تګ لپاره وخت او پیسې نه‌لري ځکه د ورځې له‌خوا په بازار کې پلاستیکي کڅوړې خرڅوي تر څو کور ته ډوډۍ یوسي.

منصف ازادي راډيو ته وويل: "ښونځي ته نه ځم، هره ورځ دې څلور لارې ته راځم او د کورنۍ لپاره مې کار کوم. اقتصادي ستونزې لرو، زه د کور مشر یم پلار مې وفات شوی زه یتیم یم."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی او د تېر میلادي کال په وروستیو کې نجونې له لوړو زده‌کړو هم راګرځول شوي دي.

د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوې، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د بندیز دغه پرېکړه نه ده بدله کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG