د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

د ویسا د زنداني کېدو ۹۷مه ورځ؛ بار: له زده کړو سره د طالبانو جګړه څو نسلونه اغېزمنوي


په دې لړ کې څه باندې درې میاشتې وړاندې د قلم لارې بنسټ مشر مطیع الله ویسا په کابل کې د طالبانو لخوا ونیول شو.
په دې لړ کې څه باندې درې میاشتې وړاندې د قلم لارې بنسټ مشر مطیع الله ویسا په کابل کې د طالبانو لخوا ونیول شو.

د بشري حقونو د څار سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' د ښځو د حقونو د برخې مشره هیدر بار طالبان له زده کړو سره پر جګړې تورنوي او وایي چې د دغې جګړې اغېزې به پر څو افغان نسلونو سیوری وغوړوي.

د هغې دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبان په پرله پسې ډول د تعلیمي هڅو پر وړاندې په خنډ جوړولو تورنېږي.

په دې لړ کې څه باندې درې میاشتې وړاندې د قلم لارې بنسټ مشر مطیع الله ویسا په کابل کې د طالبانو لخوا ونیول شو.

د طالبانو حکومت هغه مهال وویل چې ویسا خپلسري فعالیتونه او د دوی د نظام پر ضد هڅې کولې.

اوس چې د ویسا د زنداني کېدو نږدې ۹۷ ورځې پوره شوي، د بشري حقونو د څار سازمان یا 'هیومن رایټس واچ' د ښځو د حقونو مشره هیدربار طالبان له زده کړو سره په دښمنۍ تورنوي او وایي، د دوی دغه جګړه به پر څو افغان نسلونو سیوری وغوړوي.

هیدر بار د چهارشنبې په ورځ پر خپل ټویټرپاڼه ولیکل، چې مطیع الله ویسا له تېرو درېیو میاشتو راهیسې له طالبانو سره بندي دی خو جرم یې څه دی؟

نوموړې وړاندې لیکلي چې ویسا له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوله چې هر افغان ماشوم زده کړو ته لاسرسی ولري.

سره له دې چې د مطیع ویسا کورنۍ او د بنسټ غړو یې ددې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې د ویسا ورور عطالله ویسا ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي وو چې د طالبانو حکومت دې ژر تر ژره مطیع الله ویسا را خوشې کړي.

د عطا الله ویسا په وینا، د هغه د ورور په بند کې ساتل د توجیه وړ نه ده.

د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ راهیسې وخت په وخت د یو شمېر هغو ژورنالیستانو، مدني فعالانو او لیکوالو د نیول کېدو خبرونه ورکړل شوي، چې طالبانو د دوی د حکومت خلاف په فعالیتونو تورن کړي دي.

د نیول شویو کسانو له ډلې یو هم لیکوال، شاعر او انځورګر حسیب احراري دی.

د نوموړي مېرمن فرشته احراري وايي، حسیب احراري ۳۶ ورځې وړاندې د طالبانو لخوا په کابل کې ونیول شو.

فرشتې احراري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې نه پوهېږي، چې د ژوند ملګری یې په کوم دلیل طالبانو نیولی.

لیکوال، شاعر او انځورګر حسیب احراري چې دا مهال د طالبانو بند کې دی.
لیکوال، شاعر او انځورګر حسیب احراري چې دا مهال د طالبانو بند کې دی.

د هغې په خبره، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې یې د ژوند ملګري سره خبرې او لیده کاته نه دي شوي.

مېرمن احراري وویل: "زه باید ووایم چې همدا اوس د امربالعروف او نهی عن المنکر د شکایاتو له ریاست نه راغلم او هغوی ته مې خپل شکایت ورسوه، له دې سره خوا کې ډېر ځایونو ته مې خپل غږ رسولی، د خپل حق غوښتنه مې کړې ده، له بده مرغه هېڅ یو بنسټ زموږ غږ ته غوږ نه دی ایښی. زه خپله اوسمهال په ډېر سخت حالت کې یم، زه له خپل خاوند احراري نه هېڅ احوال نه لرم ۳۶ ورځې کېږي چې هغه په څلوېښتم ریاست کې د طالبانو لخوا بندي دی."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د ښاغلي ویسا او نورو زنداني شویو کسانو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولري، خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

مجاهد له دې وړاندې ویلي وو چې نیول شوي کسان د دوی د نظام پر ضد او د غیر قانوني فعالیتونو په تور زنداني شوي، هغه ادعا چې د نیول شویو کسانو د کورنیو لخوا تل رد شوې ده.

له دې سره معلومه نه ده چې د پوهنې د برخې فعال مطیع‌الله ویسا، افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي، شاعر، لیکوال او انځورګر حسیب احراري او یو شمېر نور مدني فعالان او خبریالان چې لا هم د طالبانو په بند کې دي برخلیک به یې کله او څنګه معلومېږي؟

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوالو سازمانونو څو ځلي د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د مدني ټولنې فعالان، خبریالان او د بشري حقونو مدافعین ژر تر ژره له بنده خوشې کړي، خو طالبانو یې دا غوښتنه نه‌ ده منلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG