د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

د امریکا استازې: د طالبانو حکومت تر هغې په رسمیت نه پېژنو، چې وړ یې نه وي


لینډا توماس ګرینفیلډ ، په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې
لینډا توماس ګرینفیلډ ، په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ وايي، امریکا به پر طالبانو د بشري حقونو او ښځو د حقونو په خاطر فشارونو ته دوام ورکړي.

اغلې ګرینفیلډ له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوې دا هم وویل چې امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په ښکاره یې ویلي تر هغو به یې په رسمیت ونه پېژنې تر څو چې یې مستحق نه وي.

لینډا ګرینفیلډ د دې پوښتنې په ځواب کې ایا امریکا د دې لپاره چې طالبان وهڅوي څو د اقلیتونو او ښځو حقونه رعایت کړي کومه بدیله لار لري که څنګه؟ وویل:

"موږ پر هغوی د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه فشارونو ته دوام ورکوو، موږ دا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دا مو څرګنده کړې چې تر هغو به یې ونه پېژنو، تر څو چې دوی داسې چلند نه وي کړی چې وښيي دوی یې مستحق دي. بناً موږ په دې برخه کې تعامل ته دوام ورکوو، موږ غواړو افغان ښځو او نجونو ته دا روښانه کړو چې موږ داسې نړۍ نه وینو چې افغان ښځې او نجونې زده کړې، کار او د نړۍ د ټولو سیمو د ښځو په څېر خپل خوبونه تعقیب نه کړای شي. "

د امریکا او طالبانو استازو تېره اونۍ په دوحه کې سره ولیدل
د امریکا او طالبانو استازو تېره اونۍ په دوحه کې سره ولیدل

په ملګرو ملتونو کې د امريکا د دايمي استازې ګرين فيلډ دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو ځانګړې استازې رينا اميري او د امریکا ځانګړي استازي توماس ويست د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره دوه ورځنۍ غونډه وکړه.

د دغو خبرو له پای ته رسیدو وروسته رینا امیري په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو پر اړتیا باندې د افغانانو او د بشري حقونو د مدافعینو د پراخ تاکید له مخې هغې په وار وار د بشري حقونو د وضعیت د ښه کیدو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.

په دغو غونډو کې په افغانستان کې هم د هغې پر دې څرګندونو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د فعالانو له خوا نیوکې وشوې.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو افغان نجونو ته په منځنیو او لیسو کې د زده کړو اجازه ورنکړه، افغان ښځې او نجونې یې په پوهنتونونو کې له زده کړو منعې کړې او د افغان ښځو او نجونو کار یې هم په اداره کې محدود کړ.

طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په نادولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او په وروستۍ پرېکړه کې طالبانو د ښځو سینګارتونونه هم بند کړل.

صفي الله ستانکزی

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG