د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

له افغانستانه د کادرونو او باسواده اشخاصو پر وتلو اندېښنه څرګنده شوه


د افغانستان د یوه پوهنتون استاد موسی محیطي. دی د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته البانیا ته کډوال شوی.
د افغانستان د یوه پوهنتون استاد موسی محیطي. دی د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته البانیا ته کډوال شوی.


په داسې حال کې چې لا هم ګڼ افغانان له خپل هېواده د وتو هڅه کوي، د ملګرو ملتونو په جینیوا مرکز کې د افغانستان دایمې استازولۍ د فکري مالکیت د نړیوال سازمان په ۶۴مه غونډه کې، له دې هېواده د کادرونو او باسواده اشخاصو د وتلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د استازولۍ په بیان کې چې د دې ادارې پر ټویټر خپور شوی راغلي ، د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستانه د وړ کادرونو او باسواده اشخاصو له وتو سره، عامه ادارې د تجربه لرونکو او باسواده کارکوونکو له کموالي سره مخ شوي دي.

په بیان کې راغلي، د طالبانو له‌خوا د عصري علومو پر زده‌کړو محدودیت او د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز دا وضعیت لا خراب کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته، د پوهنتونونو زیات شمېر استادان، د بشري حقونو او مدني ټولنو فعالان، خبریالان، او نور کادرونه له دغه هېواده ووتل.

د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې، په وروستیو کې د افغانستان له څو بېلابېلو پوهنتونونو ۴۰۰ استادان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

پوښتنه دا ده چې افغان کادرونه ولې له هېواده وځي؟

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون پخوانی استاد سید خالد سادات چې دی هم د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، له دې هېواده وتلی؛ بې‌وزلي، بې‌کاري، د طالبانو له لوري کاري محدودیتونه، پر زده‌کړو بندیز او نا امني له د کادرونو د تېښتې مهم لاملونه بولي.

ښاغلي سادات ازادي راډيو ته وویل: "طالبانو سیاسي واک انحصار کړی دی، ځوانان ځان نه په‌کې ګوري، دویم اقتصادي فقر دی، د دې ترڅنګ له زده‌کړو لیرې‌والی او د زده‌کړو په وړاندې د طالبانو ودرېدل چې ځوانان یې نهیلي کړي دي، دوی فکر کوي چې که پوهنتون ووایي او یا ترې فارغ شي هسې هم څوک دنده نه ورکوي، زه فکر کوم دا د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه تراژيدي ده."

سید خالد سادات- د کابل د یوه خصوصي پوهنتون جلا وطنه شوی استاد
سید خالد سادات- د کابل د یوه خصوصي پوهنتون جلا وطنه شوی استاد

په جينیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمې استازولۍ ویلي، د طالبانو له‌خوا پر زده‌کړو د محدودیتونو سره بیا هم ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه کولای شي د معاصرې ټکنالوجۍ او نوښتونو په مرسته په افغانستان کې د ځوانانو او ښځو د زده‌کړو او ظرفیت لوړولو لپاره مرسته وکړي.

د يادې ادارې په بیان کې راغلي، افغانستان د فرهنګي، موسیقۍ او پراخو دودونو غني هېواد دی، خو دا ارزښتونه د له‌منځه تلو له خطر سره مخ دي.

بیان زیاتوي، افغانان داسې نوښتونو ته په تمه دي، چې فرهنګي کادرونه، لاسته راوړنې او ارزښتونه ورسره وساتل شي.

هڅه مو وکړه په جینيوا کې د افغانستان د دایمې استازولۍ د بیان په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم وپوښتو، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب رانه‌کړ.

نوموړي او د طالبانو نورو سرچینو تردې مخکې له افغان کادرونو غوښتي، چې هېواد پرې نه‌ږدي.

دوی له تللو افغانانو هم هېواد ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې ده.

په جینيوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ د فکري مالکیت له نړیوال سازمان څخه غوښتي، چې د افغان استعدادونو د ودې فرصتونه برابر کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG