د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

مایکل‌ مککال: امریکایان باید له افغانستانه د وتلو په اړه اسناد وګوري


د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي امریکایان باید له افغانستانه د وتلو په اړه اسناد وګوري.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وایي، له افغانستانه د وتلو په اړه پټ اسناد باید لومړی د دې کمېټې ټولو غړو او بیا امریکایانو ته ښکاره کړای شي.

مککال په یوه تازه لیک کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته ویلي چې د امریکا خلک په تېره هغو چې افغانستان کې جنګېدلي یا یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي د حکومت د اقداماتو د ارزونې مستحقه دي.

هغه ټینګار کړی چې له افغانستانه د وتلو په اړه اسناد باید لومړی د کمېټې ټولو جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات غړو ته ورکړل شي په تېره هغو چې افغانستان کې خدمت کړی.

په افغانستان کې امریکايي سرتېري. December 1, 2009
په افغانستان کې امریکايي سرتېري. December 1, 2009

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو جمهوري غوښتونکی مشر مایکل مککال له ډېره وخته له بهرنیو چارو وزارت سره په لانجه بوخت دی او له هغوی یې څو واره د سندونو د ورسپارلو غوښتنې کړي.

د کمېټې د مشر پرله پسې فشارونو بلاخره تېره اوونۍ هغه ته د سندونو د سپارلو لار هواره کړه، خو اوس مککال ویلي، د سندونو په کتلو او ارزولو سره دا ورته معلومه شوې چې دا اسناد باید محرم نه وي او نه یې خپراوی ملي امنیت ته کوم ګواښ پېښوي.

هغه استدلال کړی چې د دې اسنادو خپراوی به برعکس د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ په پرېکړو باندې د امریکایانو د باور د بیا جوړولو لومړنی ګام وي.

مایکل مککال او ګڼ نور کسان وايي، دا سندونه او معلومات څرګندوي چې څنګه له افغانستانه د بایډن ادارې وتل د دې سبب شول چې ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شي او ۴۷ نور ټپيان شي.

مککال مخکې دا هم ویلي چې له افغانستانه د راوتلو پر وخت د عملیاتو له مسوولانو او ډیپلوماتانو سره د دوی مرکې به هم دا څرګنده کړي چې امریکا ولې خپل زر تنه اتباع او سلګونه زره افغان همکاران داسې یوه هېواد کې پرېښودل چې کنټرول یې د ده په خبره د ترهګرو په لاس کې وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته یې اړین اسناد ور سپارلي، خو دوی بیا هم غیر ضروري تعقیب ته دوام ورکړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG