د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر ناندريزه مسئله د انډيپنډينټ تبصره


ارشیف: د افغانستان په جنوب کې امریکايي ځواکونه
ارشیف: د افغانستان په جنوب کې امریکايي ځواکونه

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر ناندريزه مسئله د انډيپنډينټ ورځپاڼې تبصره

انډيپنډينټ:

له بریتانیا خپرېدونکې انډيپنډينټ ورځپاڼې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په موضوع کې د جمهوري غوښتونکو او د ډیموکراټ جو بایډن د ادارې په وروستیو ناندریو لیکنه کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د یکشنبې په ورځ ویلي، دی ممکن د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن کانګرس ته د سپکاوي په جرم تورن کړي.

د جمهوري غوښتونکو استدلال دا دی چې بلېنکن دوی ته له افغانستانه د خپلو ځواکونو د رایستلو په برخه کې هغه اسناد نه‌دي سپارلي چې په‌کې ولسمشر بایډن ته د طالبانو د ځواکمنېدو او د افغانستان د دفاع په برخه کې د پخواني امنیتي ځواکونو د پاتې راتلو په اړه خبرداری ورکړل شوی و.

دغه جمهوري غوښتونکي ټینګار کوي چې دغه اسناد باید خپاره شي.

دوی استدلال کوي چې له دې سره به ثابته شي چې د بايډن ادارې د متخصصینو هغه مشورې له پامه غورځولې وې چې د طالبانو لاس ته د افغانستان تر لوېدو مخکې يې د مخ پر ځوړ امنیتي وضعیت خبرداری ورکړی و.

جمهوري غوښتونکو تر دې وړاندې هم له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د را ایستلو پر څرنګوالي نیوکه کړې، خو ولسمشر بایډن او پلویانو یې د دې کار ننګه کړې او ویلې یې دي، د ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال شوې وه.

له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې د ټولو امریکایي ځواکونو ایستل له ګډوډیو سره مله وو او همغه مهال د کابل هوایي ډګر مخې ته یوې چاودنې ۱۳ امریکایي سرتېري او لسګونه افغانان ووژل.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټایمز بیا د افغانستان د ګازو او تېلو په سکتور کې د چین پر احتمالي پانګونې لیکنه کړې ده.

په لیکنه کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د ویاند همایون افغان په حواله راغلي چې دوی پانګه‌والو ته د اړتیا وړ اسانتیاوې هم برابرې کړي دي.

مقاله کې د افغان په حواله راغلي، افغانستان د تېلو او ګازو بډایه زیرمې لري او په خبره یې نږدې راتلونکې کې به ځینو سیمو کې د دغو سرچینو استخراج پیل شي.

طالبانو په تېره جنوري میاشته کې له یوې چینایي کمپنۍ سره د امو دریا حوزې د نفتو د اکتشاف او کیندنې تړون لاس‌لیک کړی دی او دغې کمپنۍ په لومړیو درېیو کلونو کې پر دغې حوزې د ۵۴۰ میلیونه ډالرو پانګونې ژمنه وکړه.

د طالبانو د کانونو وزارت تر دې وړاندې هم د یوشمېر کانونو د اکتشاف او کیندنې تړونونه کړي، خو پر دوی نیوکه دا ده چې دغو کارونو کې بېړه کوي او بشپړ تخنیکي ظرفیت یې هم نه‌لري.

XS
SM
MD
LG