د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د طالبانو له لوري د امريکايي اتباعو پر نيول کېدو اندېښنه ښودل شوې


په کابل کې وسله وال طالبان
په کابل کې وسله وال طالبان

امریکايي چارواکو یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له لوري د خپلو نیول شویو اتباعو په اړه "ژوره اندېښنه" ښودلې ده.

د امریکا کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمټې مشر مایکل مککال او د منځني ختیځ، د افریقا د شمال او منځنۍ اسیا د فرعي کمېټې مشر جو وېلسون د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان ته لیک استولی او له هغه یې غوښتي چې دغه امریکايي اتباع باید ژر تر ژره خوشې او په خوندي شکل امریکا ته انتقال شي.

دوی په یاد لیک کې چې د چهارشنبې ورځې ناوخته ‌یې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ته استولی ویلي چې طالبانو دغه امريکايي اتباع یرغمل کړي.

په لیک کې د مککال له قوله ویل شوي: "موږ ژوره اندېښنه لرو چې طالبان بې‌ګناه امریکایان توقیف کوي او له حکومته غوښتنه کوو چې په سمدستي توګه په افغانستان کې د ټولو امریکایانو د خلاصون لپاره لا زیات کار وکړي."

د امریکا کانګرس دغو چارواکو د طالبانو له لوري د امریکايي اتباعو د نیولو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د مارچ میاشتې د ۲۳مې نېټې څرګندونو ته په اشارې سره ویلي چې د بلېنکن څرګندونې لومړني هغه څه و چې دوی یې په افغانستان د امریکايي اتباعو د نیول کېدو په اړه خبر کړل.

دوی په خپل لیک کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نیول شویو امریکايي اتباعو د لا زیاتو جزيیاتو په اړه چې څو کسان دي، ولې نیول شوي، کله نیول شوي او داسې نور ۱۳ پوښتنې مطرح کړي او د روانې مې میاشتې تر ۳۱مې نېټې د دغو پوښتنو کتبي ځواب غوښتی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د روان کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خبرو پر مهال ویلي و چې د ده د معلوماتو له مخې یو شمېر امریکایان د طالبانو له‌خوا توقیف شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

نوموړي هغه مهال ويلي و چې د دوی د خلاصون لپاره هڅه روانې دي: "ډېری امریکایان دي چې طالبانو په وسیله ګواښل کېږي، موږ د هغوی امنیت لپاره کار کوو، بل دا چې له موږ نه د هغوی د هویت د پټ ساتلو غوښتنه شوې ده او موږ هم له هغوی غوښتي چې د کېسونو په اړه په عامه ځایونو کې خبرې ونه‌کړي. اوس زموږ تقریباً د ۱۷۵ په شاوخوا کې کسان په افغانستان کې دي چې ۴۴یې د وتلو لپاره اماده او په دې اړه هڅې روانې دي."

موږ هڅه وکړه د دغه امریکايي اتباعو په اړه چې څوک دي او ولې د طالبانو له‌خوا نیول شوي معلومات ترلاسه کړو، خو د طالبانو د حکومت ویاندویانو د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو هغه مهال د ښاغلي بلېنکن د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې له دوی سره هېڅ امریکايي تبعه نه‌دی بندي، خو بیا به‌یې هم په اړه پلټنې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG