د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

وال سټريټ ژورنال: حقاني، مالي خان او عمري تر ټولو وېروونکي دي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې د طالب زندانیانو د راخوشي کېدو موضوع د یو شمېر رسنیو پام ور اړولی دی.

د امریکايي کیوین کینګ او استرالیايي تیموتي ویکس د راخوشي کېدو خبر د سې شنبې په ورځ څو ساعته وروسته له هغه خپور شو چې قطر ته د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ رشید عمري د رسېدو راپور ورکړل شو.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي، حقاني، مالي خان او عمري د طالبانو له تر ټولو بيروونکې څانګې حقاني شبکې سره اړوند دي، هغه شبکه چې امریکا او ملګرو ملتونو تروریستي ډله اعلان کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا، دا درې کسان د قطر د حکومت په یوه الوتکه کې دوحه ښار ته انتقال شول.

طالبان په دوحه کې سیاسي دفتر لري.

ایا د زندانیانو او برمته نیول شويو مبادله کولای شي د امریکا او طالبانو تر منځ درېدلي د سولې خبرو په بیرته پیلېدو کې مرسته وکړي؟ د برتانيا په یوه پوهنتون کې استاد او څېړونکی او د نړيوال امنیت د مسایلو کارپوه، عارف سحر د دې سوال په ځواب کې ازادي راډيو ته وویل، دا تحول د سولې له بهیر سره هيڅ مرسته نه کوي.

د ده په وینا، طالبانو نه یوازي د افغان حکومت پر وړاندي هيڅ نرمښت نه دی ښکاره کړی بلکه په افغانستان کې يې پر افغان او نړيوالو ځواکونو بریدونه زیاتې کړي دي.

خبریال او افغان سیاسي کارپوه سمیع یوسفزي ازادي راډيو ته وویل، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړه چې د دوو برمته شویو بهرنیانو په بدل کې يې درې طالب زندانیان راخوشي کړل، د سولې د مذاکراتو لپاره د اعتماد د فضا رامنځته کولو پر لور یو ګام دی.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د طالب زندانیانو او بهرنیو برمته شویو استادانو د مبادلې موضوع ته پام کړی دی.

په دې مقاله کې نیویارک ټایمز لیکلي، وروسته له هغه چې د ۲۰۱۶میلادي کال په اګست مياشت کې دوه بهرني استادان وتښتول شول، د امريکا ځانګړو ځواکونو یې د راخوشې کولو هڅه وکړه خو بریالي نشول او دوهم ځل يې د هغوی د ژغورلو عملیات په اپرېل مياشت کې وکړل خو هغه هم بې پایلې پاتې شول.

مقاله لیکي، اوس ولسمشر غني د درو طالبانو په راخوشي کولو سره خپل تر ټولو قوي شرط وهلی خو ډاډه نه دی چې ایا دا شرط به د طالبانو د مذاکراتو مېز ته په راوستلو سره وګټي که نه.

مقاله دې خبرې ته اشاره کوي چې ولسمشر غني له مخکې لا د یو شمېر افغانانو له تورونو سره مخامخ وو چې د امريکا تر فشار لاندي يې د دوو بهرنیو اتباعو د راخوشې کولو موضوع تر نورو موضوعاتو مخکې کړه.

خو مقاله لیکي چې د راخوشې کېدونکو په لیست کې د لسو افغان سرتېرو د نومونو شاملولو خبره ښايي دا انتقادونه راکم کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، دا معامله په داسې حساسه سیاسي شېبه کې وشوه چې ښاغلی غني د ولسمشرۍ د ټاکنو له لانجې سره لاس او ګرېوان دی، د ټاکنو پایلې ځنډېدلي او د درغلیو ادعاوې ډيرې دي.

XS
SM
MD
LG