د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

پرایس: د دوو امریکایي اتباعو خوشې کېدو بدل کې طالبانو ته پیسې نه دي ورکړل شوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس وايي، طالبانو د شنبې په ورځ په افغانستان کې دوه امریکايي اتباع خوشې کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري د دغه هېواد د دوو اتباعو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، طالبانو د شنبې په ورځ په افغانستان کې دوه امریکایان ازاد کړل.

پرایس زیاتوي: "موږ پوهېږو چې دا د طالبانو له خوا د ښه نيت يو حرکت دى، د بندیانو د تبادلې برخه او نيول د نيولو شويو برخه نه وه او د دوى خوشې کولو په بدل کې د پيسو د ورکړې کومه معامله هم نه ده شوې. طالبانو دا کار د حسن نيت په موخه کړى."

نوموړي دا هم زیاته کړه چې دوی په افغانستان کې د نورو نیول شویو امریکایانو د خوشې کولو لپاره هم له طالبانو سره خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

خو پرایس ونه ویل چې څومره امریکايي اتباع په افغانستان کې بندیان دي.

امریکايي چارواکو د ازاده شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان لپا ه د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر ویلي، دواړه په خوندي توګه قطر ته لېږدول شوي او له خپلو کورنیو سره به ډېر ژر یو ځای شي.

د افغانستان لپا ه د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپا ه د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر

هغې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "زه خوشاله یم چې دغه امریکايي اتباع قطر ته راورسېدل او له هغو کسانو مننه کوم چې د دوى ازادولو لپاره یې هڅه وکړه. موږ هغوی ته جامې ورکړې او د هغوی روغتیايي حالت مو هم وڅېړه او دواړو له خپلو کورنیو سره هم خبرې وکړې موږ ته تر ټولو مهم د دغو دواړو امریکایي تبعو د خپلو کورنیو سره یو ځای کېدل دي."

د ازادي راډیو خبریال دا موضوع د طالبانو د حکومت له ویاندویانو سره هم شریکه کړه، خو دوى د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

خو نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې په ازاده شویو امریکایانو کې یو یې فلم جوړونکی دی چې د اګست په میاشت کې نیول شوی و.

ورځپاڼې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې په حواله ویلي، چې یو امریکايي ازاد خبریال او فلم جوړونکی ایورشیر او د هغه افغان پروډیوسر همکار فیض الله فیض د روان کال د اګست میاشتې په ۱۷مه په شېرپور سیمه کې هغه مهال ونیول شول، چې دواړه په فلم جوړولو بوخت وو.

دوی په هماغه سیمه کې نیول شوي چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه او ووژل شو.

تر دې مخکې د طالبانو له خوا بندي امريکايي تبعه مارک فريريکس د روان کال په سپټمبر مياشت کې د طالبانو د يو نفوذي کس بشر نورزي د ازادېدو په بدل کې خـوشې شـوى و.

XS
SM
MD
LG