د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

حاجي بشر نورزی د طالبانو لپاره څومره مهم دی؟


د طالبانو يو مخکښ مشر حاجي بشر نورزی
د طالبانو يو مخکښ مشر حاجي بشر نورزی

امریکايي چارواکي تأیید کړې چې د طالبانو د یوه مهم چارواکي بشر نورزي د ازادۍ په بدل کې امریکايي وګړی مارک فریرکس خوشې شوی دی، خو امریکا په عین حال کې له طالبانو غوښتي چې نور له یرغمل نیونې لاس په سر شي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېنکن پرون وویل، فریریکس د امریکايي چارواکو د څو میاشتو سختو هڅو او خبرو په نتیجه کې راخوشې شو.

بشر نورزی ولې د طالبانو لپاره دومره مهم و، او کومه ځانګړنه یې لرله چې د امریکا ولسمشر د ده د تبادلې لویه پرېکړه وکړه؟

احمدتکل په دې اړه د سیاسي چارو له شنونکي سمیع یوسفزي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې حاجي بشر د طالبانو لپاره څومره مهم و؟

د ښاغلي سيمع يوسفزي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:31 0:00
XS
SM
MD
LG