د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د طالبانو پر رسمیت پېژندلو غور ته د بایډن شین څراغ؛ مارک فریریکس خوشې کړئ


مارک فریریکس یو نظامي متقاعد انجینر دی
مارک فریریکس یو نظامي متقاعد انجینر دی

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وايي، مخکې تر دې چې طالبان دا تمه ولري چې د هغوی د رسمیت پېژندنې په ارمان غور وشي، باید مارک فریریکس سم‌لاسي خوشې کړي.

مارک یو پخوانی متقاعد نظامي انجینر دی چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۳۱مه، په خوست کې هغه مهال چې د بیارغونې په چارو کې بوخت و، وتښتول شو.

سپینۍ ماڼۍ د ښاغلي بایډن له قوله یوه اعلامیه لیکلي، د مارک د خوشې کېدو په اړه هېڅ ډول معامله او مذاکره د بحث وړ نه ده.

اعلامیه کې زیاته شوې" مارک هېڅ کوم غلط کار نه‌ دی کړی، خو بیا هم دوه کاله کېږي چې د طالبانو په بند کې دی. د امریکایانو یا هربې‌ګناه ملکي خوندیتوب ته ګواښ د منلو نه دي او یرغمل ظلم او بزدلي ده. "

د امریکا رئیس جمهور جو بایډن
د امریکا رئیس جمهور جو بایډن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې لیکلي طالبانو ته یې ښکاره ویلي، "تر هغه چې یو امریکایی وګړی د طالبانو سره اسیر وي، هغه مشروعیت چې دوی یې غواړي، امکان نه‌لري. "

خو د طالبانو حکومت د امریکا د دې غوښتنې په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا حکومت له طالبانو په ډېر جدیت سره د خپل یوه وګړي د خوشې کېدو غوښتنه کوي او هغه د دوی د نظام د مشروعیت پورې تړي.

خو ایا د مارک فریریکس ازادي به د دې زمینه برابره کړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي.؟

په افغانستان کې د ناټو پخواني ستر سلاکار او د سیاسي مسایلو شنونکی شفیق همدم ازادي راډیو ته د دې پوښتنې په ځواب کې وویل:" دا په دې معنی نه ده چې ګنې د مارک په خوشې کېدو سره به طالبان په رسمیت وپېژندل شي، خو دا به د امریکا متحده ایالاتو سره دهمکارۍ او دوستۍ په برخه کې یو ګام وي. دا کېدای شي د امریکا او طالبانو ترمنځ یو نوی پړاو پرانیزي. "

په افغانستان کې د ناټو پخواني ستر سلاکار او د سیاسي مسایلو شنونکی شفیق همدم
په افغانستان کې د ناټو پخواني ستر سلاکار او د سیاسي مسایلو شنونکی شفیق همدم

راپورنه وايي، د امریکا حکومت او د مارک کورنۍ په دې عقیده ده چې هغه د حقاني شبکې له خوا یرغمل شوی.

شنونکي شفیق همدم وايي، داسې راپورونه هم شته چې ګنې حقاني شبکې د مارک د ازادېدو په بدل کې د بشیر نورزي د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

بشیر نورزی په امریکا کې د مخدره موادو او د مافیايي کړیو سره د اړیکو په تور مجرم پېژندل شوی او زنداني دی.

که څه هم د حقاني شبکې او د امریکا حکومت دا خبره نه ده تائید کړې، خو جمهور رئیس بایډن په خپله اعلامیه کې د ښاغلي مارک د ازادېدو په اړه د مذاکرې او معاملې خبرې ته اشاره کړې او وايي، داسې هېڅ شی به و نه شي.

XS
SM
MD
LG