د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

یوه نړیواله څېړنیزه اداره: ملکیانو سره د طالبانو د تاوتریخوالي تر زرو زیاتې پېښې مو ثبت کړي


په کابل کې د طالبانو ځواکونه - ارشیف
په کابل کې د طالبانو ځواکونه - ارشیف

د وسله والو شخړو د ځای او پیښو د معلوماتو د پروژې بنسټ (ACLED) او د افغانستان د سولې د څار سازمان د جمعې په ورځ د " دوه کاله ځپل: په افغانستان کې د ملکي وګړو په نښه کولو لپاره د طالبانو د تاوتریخوالي ترسیمولو" په نوم راپور کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملکي وګړو پر وړاندې ترسره شوی تاوتریخوالی څېړلی دی.

په دې راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۶مې د روان کال د جون تر ۳۰مې د تاوتریخوالي ۱۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې څلور ډلې، د پخواني نظام دولتي او امنیتي چارواکي، بندیان، ښځې او خبریالان له ځپلو، مجازات او تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

په دغه راپور کې ادعا شوې، چې د پخواني رژیم د چارواکو او پوځیانو په نښه کولو او د دوی پر وړاندې د هدفي تاوتریخوالي له ۴۰۰ قضیو څخه ۲۹۰ یې د طالبانو له خوا ترسره شوي او د دغو کسانو خپلوانو او سیمه ییزو سرچینو دغه پېښې تایید کړې دي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې په ورته پېښو کې د پخواني حکومت د پوځيانو او چارواکو په نښه کول رد کړي او ويلي يې دي، چې د خپل مشر د عمومي بښنې فرمان پلي کولو ته ژمن دي.

په راپور کې راغلي، چې طالبانو د جمهوري نظام نظامیان هم شکنجه کړي
په راپور کې راغلي، چې طالبانو د جمهوري نظام نظامیان هم شکنجه کړي

دغه شان د راپور پر بنسټ د نیولو ۲۰۴ قضيې، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۱۹ قضيې او د خبريالانو پر وړاندې ۶۲ قضيې ثبت شوې دي.

طالبان په هغو سیمو کې چې د دوی مخالفې ډلې فعالې دي، له ملکیانو سره په ناوړه چلند تورن شوي دي.

په دې برخه کې، په پنجشېر او تخار کې د ملکي وګړو د نیولو او وهلو ټکولو په ګډون ځورونو ته اشاره شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي، چې طالبان د لاریون کوونکو د ځپلو او د خپلو قوانینو د پلي کولو لپاره له فزیکي او لفظي تاوتریخوالي کار اخلي، چې د بښنې نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دا له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

د ښځو پر وړاندې بندیزونه، د اعتراضونو ځپل، پر رسنیو محدودیتونه او د رسنیو سانسور نور هغه مسایل دي چې په (ACLED) راپور کې پرې بحث شوی دی.

طالب چارواکو د دې راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه زموږ پوښتنې نه دې ځواب کړي.

راپور د طالبانو لخوا افغان ښځو سره د تاوتریخوالي یادونه هم کړې ده
راپور د طالبانو لخوا افغان ښځو سره د تاوتریخوالي یادونه هم کړې ده

له بلې خوا یوې معترضې ښځې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې دوه ځلې د طالبانو له خوا د خپلو حقونو د غوښتلو په تور نیول شوې او لفظي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.

دغې مېرمنې وویل: " د طالبانو په زندان کې د سپکاوي، کنځلو او وهلو سربیره، کورنۍ او وکیلانو ته مو لاسرسی نه درلود، کله چې خوشي کیدلو، نو زمونږ نه به يې اجباري ویډیوګانې اخیستلې، او بیا موږ د طالبانو او شاوخوا کسانو له خوا ګواښل کیدو معترضې نجونې له ډیرو خطرونه سره مخ دي. "

تر دې مخکې د نورو نړیوالو سازمانونو ترڅنګ، د بښنې نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ ( یوناما) له خوا ثبت شویو شمېرو ته په اشارې سره ویلي وو، چې طالبانو د خپلې بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې ٢٣٧ کسان یې له محاکمې پرته اعدام کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG