د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

د طالبانو د حکومت دویمه کلیزه؛ ښځینه معترضانې: نړیوال دې رسمیت نه ورکوي، فشار دې پرې راوړي


د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ غړې
د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ غړې

"ژوندۍ دې وي ډیموکراسي، ژوندۍ دې وي ازادي، ژوندۍ دې وي د افغانستان اتلې مېرمنې."

دا د د افغانستان د متقدرو ښځو د غورځنګ د ځینو غړو هغه شعارونه دي، چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې بیاټینګولو د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسبت یې اعتراضیه غونډه کې ورکړې دي .

په هغه ویډیو کې چې د دغه غورځنګ غړو پرون ناوخته ازادي راډیو ته ولېږله لیدل کېږي، چې دغه ښځې په یوه سرپټي ځای کې سره غونډې شوې دي.

دوی غوښتنه لري، چې پر طالبانو د نړیوالو له خوا فشار راوستل شي او د دوی حکومت دې په رسمیت نه پېژندل کېږي.

دغو ښځو ویلي: "له نړیوالو سازمانونو او ګاونډیو هېوادونو غواړو چې د طالبانو ډله چې د افغان نجونو او ښځو پرون یې ښوونځي، پوهنتونونه، تفریحي پارکونه او حتی سینګارځایونه او کارځایونه تړلي، وځپي او د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني."

طالبانو بیا- بیا کابل او ولایتونو کې د ښځینه اعتراضونو د ځپلو اقدام کړی، چې توندو نیوکو سره مخ شوي
طالبانو بیا- بیا کابل او ولایتونو کې د ښځینه اعتراضونو د ځپلو اقدام کړی، چې توندو نیوکو سره مخ شوي

وروسته له هغې چې ښځینه فعالانې په اعتراض لارو سړکونو ته راووتلې، د طالبانو له خوا وځپل شوې او ځینې یې ونیول شوې، اوس دغه ښځې خپلې اعتراضه غونډې په پټه او په سرپټو ځایونو کې جوړوي.

څلور ورځې وروسته پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیاټینګولو دوه کاله پوره کېږي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت د ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو دوې اوونې مخکې نسکور او طالبان کابل ته ننوتل.

تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د بشري حقونو رعایت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی، د رسمیت پېژندنې په وړاندې د نړیوالې ټولنې له عمده شرطونو ګڼل کېږي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي وايي، د طالبانو لومړیتوب په افغانستان کې پر ښځو د نورو محدودیتونو لګول دي.

هغې د پنج شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې نړیواله ټولنه دې پر طالبانو په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو له کبله بندیزونه ولګوي او د افغان ښځو ملاتړ دې وکړي.

طالبانو مخکې ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو رعایت ته ژمن دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په وروستیو کې ادعا کړې چې په افغانستان کې تر بل هر وخت بشري حقونو رعایتېږي.

د بشری حقونو د څار سازمان د پنج شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د طالبانو چارواکو پر رسنیو دغه راز د ښځو او نجونو پر حقونو شدید محدودیتونه زیات کړي دي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونو ته تر شبږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې. د تېر میلادي کال په وروستیو کې یې پوهنتونو ته د نجونو او ښځو تګ هم منع کړ.

ښځې په غیردولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې کار نه شي، دغه راز د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د ښځو کار منع شوی او ښځو ته اجازه نه شته چې عمومي حمامونو یا هم تفرېحي پارکونو ته لاړې شي.

طالبانو شا و خوا ۲۰ ورځې مخکې د ښځو سینګارځایونه هم وتړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG