د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

ګوتریش: ښځې او نجونې هرچېرته د باعزته ژوند حق لري؛ یو شمېر افغانې نجونې: موږ شاته وړل کېږو، راتلونکی مو خرابیږي


د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، ښځې او نجونې په هر ځای کې چې دي، د عزت او درناوي وړ ژوند حق لري.

ښاغلي ګوتریش د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي چې دوی به هیڅکله هم د ښځو او نجونو د حقونو د ټینګښت لپاره له مبارزې لاس وانه خلي.

د ملګروملتونو سرمنشي د کوم ځانګړي هېواد له نوم اخیستو پرته ټینګار کړی، چې د ښځو او نجونو حقونو ته باید په هره ځای کې پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو بد هېواد بلل شوی دی.

په دې هېواد کې ښځې او نجونې د کار او زده کړې د حق په ګډون له خپلو ډېرو حقونو بې برخې دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د دفتر په ګډون په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

د يوې نادولتي موسسې پخوانۍ کارکوونکې زينب چې اوس وزګاره ده، ازادي راډيو ته یې وويل چې د خپلې کورنۍ يوازنۍ ډوډۍ ګټونکې ده ، خو له دوو کلونو راهيسې ګڼو ستونزو سره مخ شوې.

زینب وایي: "طالبانو د ښځو او خلکو لپاره هېڅ کوم پروګرام نه لري، د دوی پلان دا دی چې ښځې محدودې او له ټولنې یې لیرې کړي ، دوی موږ ته د کار او فعالیت اجازه رانه کړه ، ځکه خو زموږ ستونزې زیاتې شوې ، زه د یوې ښځې په توګه له ډېرو ستونزو سره مخ یمه او ځوریږم ."

په کابل کې د طب د پوهنځي د شپږم کال یوه محصله، چې طالبانو کور ناستې کړې او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل: " زموږ هېواد د پرمختګ په حال کې و، خو برعکس اوس شاته روان یوو، که تعلیم نه وي ټول خلک به له هېواده ووځي ، که همداسې دوام وکړي ، د ټولو راتلونکی خرابیږي ."

د کابل پوهنتون مخه، چې طالبان پکې محصلانې ننوتو ته نه پریږدي - ارشیف
د کابل پوهنتون مخه، چې طالبان پکې محصلانې ننوتو ته نه پریږدي - ارشیف

یو شمېر مېرمنې وايي، چې طالبانو د دوی پر زده کړو، کار، سفر او پارکونو ، ورزشي کلبونو او تعلیمي مرکزونو ته پر تګ بندیز په سره پر دوی ژوند سخت کړی دی .

د ښځو د حقونو فعالې مریم کریمي ازادي راډیو ته وویل، چې دا محدودیتونه له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

نوموړې وويل که طالبان مشروعيت غواړي، بايد د ښځو حقونو ته پام وکړي.

کریمي زیاتوي: "که طالبان غواړي چې حکومت وکړي، او په نړۍ کې نقش ولري، نو باید د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او هغوی ته د زده کړې، کار کولو او داسې نور حقونه ورکړي. "

طالبانو د ښځو پر وړاندې د خپلو لګولو بندیزونو د لرې کولو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې د نړیوالو غوښتنو په غبرګون کې ویلي وو، چې دا د افغانستان کورنۍ مساله ده .

طالبانو په وار وار ادعا کړې، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو سازمانونو د طالبانو دغه پرېکړې له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

د دغو سازمانونو د راپورونو له مخې، د طالبانو له لوري ډېرو ادارو کې کار ته د ښځو نه پرېښودو، ښځې ډېرو ستونزو سره مخ کړي او هم یې د بشري مرستو د رسولو لړۍ اغېزمنه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG