د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

کابل کې د ښځو لاریون ته غبرګون؛ یوناما: د طالبانو تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی


کابل کې د ځینو ښځو اعتراض؛ طالبانو د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:56 0:00

کابل کې د ځینو ښځو اعتراض؛ طالبانو د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما،په کابل کې د ښځینه سینګارتونونو د تړل کیدو د پریکړې پر ضد، د ښځو د ننني لاریون له ګډونوالو سره، د طالبانو د حکومت تاوتریخوالی د اندیښنې وړ ګڼلی.

یوناما په خپل ټویټر لیکلي: افغانان حق لري، چې په خپلواک ډول خپل غږ پورته کړي او موجوده نظام باید د دغه حق احترام وکړي.

نننی لاریون، چې د کابل په شهر نو سیمه کې وشو، ازادي راډیو یې د ګډونوالو د تیت و پرک کولو لپاره د طالبانو د ځواکونو د هوایي ډزو غږونه ترلاسه کړي دي.

د کورنيو رسنيو د راپورونو پر بنسټ، طالب ځواکونو د دغو لسګونه میرمنو د اعتراض د خورولـو په هدف، پر ډزو سربېره، پر دوی اوبه هم وشیندلې .

دغه میرمنو د ښځینه سینګارتونونو د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې واټونو ته راوتې وې.

دوی [ له موږه، زموږ اوبه او ډوډۍ مه اخلئ] شعار له ځانونو سره لیږدول.

یوې معترضې میرمنې ازادي راډيو ته په یو استولي غږیز پیغام کې داسې ادعا کړې:

"موږ پسې کوڅه په کوڅه ګرځي، زما ماسک وغورځېده، په موږ یې اوښکې بهونکى ګاز وشینده، پر موږ یې ډزې وکړې، موږ ته یې برقې شاټونه راکړل، موږ یې په ډنډو ووهلو، موږ کوڅه په کوڅه ځغلو، زما عمر دومره ډېر نه دی، ۱۵ یا ۱۶ کاله عمر لرم خو د خپلې مور د خپلې خور او د ټولو د حق لپاره مبارزه کوم."

د لاریون یوې بلې ګډونوالې، ازادي راډيو ته په یوه غږیز پیغام کې داسې ویلي:" ډېر تاوتریخوالی یې وکړ، هوايي ډزې یې وکړې، په موږ یې اوبه وشیندلې، نجونې یې وهلې او موبایلونه یې ترې اخیستل."

د ښځینه سینګارتونونو د بندیز په اړه د طالبانو فرمان تېره میاشت صادر شو.

یو شمېر میرمنو ویلي،د همدغه سینګارتونونو له لارې ،کورنیو ته حلاله نفقه ګټي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په اعتراضونو او لاریونونو تر ډېره بندیز دی.

د راپورونو له مخې،کله هم چې افغانانو په ځانګړي ډول مېرمنو دغه ډول لاریونونه او اعتراضونه کړي، طالب ځواکونو یې د خورولو لپاره تاوتریخوالی کړی دی.

د تېرې جون میاشت په وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعرف او نهي عن المنکر وزارت د ښځینه سینګارتونو مسولینو ته یو میاشت وخت ورکړ ،چې خپل دغه کاروبار وتړي.

په دې اړه رسنیز شوي مکتوب کې راغلي، چې دغه پريکړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله د شفاهي امر پر بنسټ شوې ده.

د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر د بشرحقونو د بیلابیلو بنسټونو له لوري غندل شوې او د افغان ښځو د کار او فعالیت محدودول ښودل شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي وو، چې په دغه سینګارتونونو کې ډېرې پیسې مصرفیدې او کورنیو ته یې ستونزې جوړې کړې وې.

نوموړي دغه شان په دې سینګارتونونو کې د ښځو د وروځو وېستل، د وېښتو پرې کول او د ساخته ګي وېښتو لګول غیر شرعي بللي وو.

د ښځینه سینګارتونونو د بندیز د پرېکړې د عملي کېدو یو میاشت ورکړل شوی وخت یوه اونۍ وروسته پوره کیږي.

طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه د نجونو هر ډول زده کړې منع کړي دي.

دوی دغه شان په ډيرو دولتي او د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ګډون په ټولو نا دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز هم لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG