د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

د سینګارتونونو بندېدل؛ یوه سینګارګره طالبانو ته: په کور مو کېنولو نو اوس څه وکړو؟


په تېره جولای میاشت کې د کابل یوه سینګارګره مېرمن د طالبانو له ضرب الاجل وروسته خپل سینګارتون بندوي او له دېوال یو زینتي انځور راښکته کوي.
په تېره جولای میاشت کې د کابل یوه سینګارګره مېرمن د طالبانو له ضرب الاجل وروسته خپل سینګارتون بندوي او له دېوال یو زینتي انځور راښکته کوي.

په سینګارتونونو د طالبانو تر بندیز وروسته یو شمېر سینګارګرې مېرمنې وايي، بار بار یې د طالبانو حکومت ته د خپلو اقتصادي ستونزو ویلي او د بدیل کار غوښتنه یې کړې، خو په خبره یې هېڅ ډول مثبت ځواب یې نه‌دی تر لاسه کړی.

په کابل کې یوه سینګارګره مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي، د دې په ګډون ډېری سینګارګرو به د ورځې کار کاوه او ماښام به یې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ برابوله.

هغې وویل، له کومې ورځې چې سینګارتونونه تړل شوي، دوی د بدیل کار په لټه کې دي، خو په خبره یې نه د طالبانو حکومت مرسته ورسره کوي او نه هم خپله د دې توان لري چې نفقه وګټي.

دې ازادي راډیو ته وویل: "دوی اصلاً ښځې له ټولنې حذفوي. ډېر مو ورته وویل چې موږ ته بدیل کار راکړئ اوس مو چې په کور کېنولو، موږ څه وکړو، یو ځواب خو راکړئ. د ماشومانو لګښت راپه غاړه دی. زما همکارانې د کور وسایل خرڅوي، په موږ ټولې لارې بندې دي، د تحصیل، دوی باید پرېکړه وکړي چې موږ څه وکړو؟"

د کابل په خیرخانه کې یوه بله سینګارګره مېرمن عزیزي هم ورته ستونزه لري.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې یا به کډوالۍ ته مخه کوي او یا به هم په کراچۍ کې د سړک پر سر ترکاري خرڅوي.

نوموړې زیاته کړه: "د طالبانو د حکومت لخوا د بدیل کار په تمه ځکه نه یم چې هغو آیا نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندولو په برخه کې بدیل کوم څه پیدا کړ؟ نه، نه دی یې کړی. اولاد چې وږی یې خپله چې وږې یې مجبوره چې هېواد پرېږدو، هغه مو چېرې له وسه ده. بله لاره دا ده چې کراچۍ کې ترکاري بار کړو په ټول ښاریې وګرځوو."

د کابل د کسبګرو او هټیوالو د خونې مسوول او د افغانستان د کسبګر او هټیوالو د ټولنې مرستیال انجینیر صدیق الله قریشي ازادي راډیو ته وویل چې دوی د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته د سینګارګرو د اقتصادي ستونزو د حل کېدلو له پاره دوه وړاندېزونه کړي، خو په خبره یې داسې ورته ښکاري چې هلې ځلې یې بې پایلې دي.

قریشي وویل: "دوی ته موږ د تمدید وړاندیز هم کړی چې سینګارتونونه پرانېزئ، وخت یې تمدید کړي خپل شرایط ورته ووایي. بل مو ورته ویلي چې رسماً کور کې د فعالیت اجازه ورکړئ، خو دوی یو ځواب هم نه دی راکړی. داسې راته ښکاري چې کار مو نتیجه نه ورکوي."

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ویاند عاکف مهاجر نظر هم په دې هکله وپوښت، خو د دې راپور تر خپرېدلو یې ځواب ورنه کړ.

د دغه وزارت له لورې د اسد له درېیمې نېټې وروسته په ټول افغانستان کې ښځینه سینګارتونونه وتړل شول.

د سینګار په دې ۱۲ زره سالونونو کې له ۶۰ زرو څخه زیاتې مېرمنې بې‌کاره شوي دي.

د یادونې ده چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا سینګارتونونه په داسې حال کې تړل شوي چې نجونې او مېرمنې له زده کړو او کار څخه محرومې دي، دوی په ټولو نادولتي او ډېری دولتي ادارو کې هم د کار اجازه نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG