د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د یو شمېر ښځینه سینګارتونونو مالکانې: طالبان دې د سینګارتونونو د بندولو پرېکړه بېرته واخلي


آرشیف: په کابل کې د یوه ښځینه سینګارتون له مخې دوه نارینه پلي روان دي.
آرشیف: په کابل کې د یوه ښځینه سینګارتون له مخې دوه نارینه پلي روان دي.

د ښځینه سینګارتونونو لسګونو مالکانو نن په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل، چې د سینګارتونونو د فعالیت د بندولو پرېکړه بېرته واخلي.

دغو ښځو د چارشنبې په ورځ په کابل کې د کسبګرو خونې ته څېرمه د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال له طالبانو وغوښتل، چې د سینګارتونونو د تړلو په اړه خپله پرېکړه بدله کړي.

له دغو مېرمنو څخه یوې چې د امنیتي ستونزو له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو له حکومته غواړي چې د دغه اعلان کړي بندیز له عملي کولو سره د دغو کونډو او یتیمانو د خولې مړۍ وانه‌خلي.

دغې نوم نه خپرونکې مېرمنې وویل: "په کسبګرو خونه کې د کسبګرو یا سینګارګرو په راټولېدلو، موږ دولت ته یو وړاندیز وکړ، چې دوی دې د کونډو، بې وزلو او یتیمانو پر وړاندې داسې پرېکړه نه کوي. که اسلامي امارت دا موضوع ونه مني او له خپل تصمیم څخه ونه ګرځي دا به یو ناورین رامنځته کړي."

یوې بلې مېرمنې چې په دې اعترضیه غونډه کې یې ګډون کړی او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، له نړیوالو وغوښتل چې د افغان ښځو غږ واوري او دوی یوازې پرې نه‌ږدي.

هغې وویل: "نن د ټولو ښځو راټولېدل او ناسته د دې لپاره وه، چې باید سینګارتونونه ونه تړل شي، موږ له ټولو اړوندو ادارو او نړیوالې ټولنې غواړو، چې په دې برخه کې موږ سره مرسته وکړي، زموږ غږ دې واوري، موږ دې یوازې نه پرېږدي او اجازه ورنه کړي چې ټولې دروازې د ښځو په مخ وتړل شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د کسبګرو خونې یوه غړي، صدیق قریشي ازادي راډيو ته وویل، چې د سینګارتونونو د مالکانو ستونزه یې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره شریکه کړې ده.

قریشي زیاته کړه: "د همدې ستونزو په تړاو چې ویل شوي سینګارتونونه دې وتړل شي، د کسبګرو خونې د دوی غږ، تر امر بالمعروف وزارت، د سوداګرۍ وزیر او د علماوو شورا پورې ورسوه او په دې توګه دوی ته یې د مشروع عدالت غوښتنه کړې."

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

مهاجر له دې وړاندې د سینګارتونونو د بندولو په اړه په یوه ويډيويي پیغام کې ویلي وو، چې په اوسني وضعیت کې د سینګارتونونو فعالیت اضافي لګښت او د شریعت له نظره ناسم دی.

د طالبانو دغه حکم په هېواد دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د بشر او ښځو د حقونو ډېرو مدافعانو د طالبانو له دې پرېکړې سره خپل مخالفت اعلان کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما هم په یوه ټویټ کې له طالبانو غوښتي چې پر سینګارتونونو بندیز لرې کړي.

XS
SM
MD
LG