د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

متقي: د جرمونو کچه صفر ته راټیټه شوې؛ ځینې افغانان: جنايي پېښې ډېرې شوي


د طالبانو وسله وال غړي
د طالبانو وسله وال غړي

په داسې حال کې، چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې جرمونه صفر ته راټیټ شوي، یو شمېر افغانان د جنايي پېښو لکه د غلاو او وژنو له موجودیته شکایت کوي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په یوه ویډیو کې چې په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ټویټر پاڼه خپره کړې وه، ادعا کړې وه چې اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ دی او دوی توانېدلي چې د جرمونو کچه صفر ته راټیټه کړي.

خو د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د جنايي پېښو لکه د وژنو او غلا له موجودیته شکايت کوي.

په تېر جمهوري نظام کې د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د سیمه‌ییزو پولیسو قومندان لعل محمد غریبزاده د تېرې پنجشنبې په ورځ د چهاربولک-مزارشریف په لاره کې ووژل شو.

که څه هم په بلخ کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ښاغلي غریبزاده یوه خپلوان چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، نوموړی په یوه رینجر موټر کې سپرو نامعلومو وسله‌والو وژلی دی.

هغه وايي: "هغه د اسلامي امارت او د عمومي عفوې کارټ چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له‌خوا ورته ورکړل شوی، په اعتبار له ایران څخه راستون شوی و. اسلامي امارت ژمنه کړې وه چې څوک ورسره کار نه‌لري او دی په امن کې دی. موږ غواړو چې اسلامي امارت دا موضوع په جدیت سره وڅېړي او د قتل عاملین یې وپېژني."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له‌خوا لغوه شوي، د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې اوس له افغانستانه بهر فعالیت کوي، شاوخوا درې میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د افغانستان د پخواني سرتېرو او پوځیانو په وژلو او ربړونو تورن کړی و.

خو د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد له دې وړاندې ويلي وو چې د عمومي بخښنې فرمان عملي شوى او څوک ورنه د سرغړونې حق نه‌لري.

د هرات او کابل یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې دوی د وسله‌والو غلاو شاهدان وو.

په هرات ولایت کې یوې مېرمنې چې د یو سینګارتون خاونده ده او نه یې غوښتل نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، څه موده وړاندې وسله‌والو غلو د هغې سره زر او ټلیفون غلا کړل.

ياده مېرمن وايي: "تقریباً ٢ لک او ٧٠ زرو څخه یې ډېر ارزښت درلود. بنګړي، ګوتمۍ او موبایل یې راځيني واخیستل، غله په غرمه کې د لویو ټیکریو په اغوستلو زما دکان ته راننوتل، کله چې ټیکري یې پورته کړل، دوه سړي وو او تفنګچه یې هم درلوده، په زور او شکنجې یې زما بنګړي زما له لاسونو څخه قیچي کړل، بیا وايي چې امنیت راغلی. هېڅ امنیت نه‌شته، خلک نه‌شي کولای چې ووایي امنیت نه‌شته."

د پلازمېنې کابل یو اوسېدونکی چې دا هم نه غواړي د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي رادیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د شپې له‌خوا غلاوې او شوکې ډېرې دي.

د کابل دا اوسېدونکی وايي: "حتی زموږ کورنۍ، زموږ ګاونډیان د غلو له ویرې یا دا چې د دوی لاره نیول کېږي او له دوی څخه یې موبایلونه اخیستل کېږي، نه‌شي کولای د شپې له اتو بجو وروسته، له پیسو سره په سړکونو تګ راتګ وکړي."

دا په داسې حال کې ده، چې درې میاشتې وړاندې د نړۍ د نفوسو د بیا کتنې ادارې افغانستان د جرمونو د کچې له مخې په نړۍ کې ۱۴م هېواد وباله او ویې ویل، اوس هم په افغانستان کې فساد، قتل، هدفي وژنې، د نشه يي توکو قاچاق، اختطاف او د پیسو وینځلو لړۍ دوام لري.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي، په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

تر دې مخکې، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په تېر لمریز کال کې په افغانستان کې له ۱۶ زرو ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي، چې د دوی په وینا د تېر کال په پرتله کموالی ښيي.

XS
SM
MD
LG