د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

د مدني ټولنو نړیوال اېتلاف: طالبانو هېواد مېشتي مدني فعالان غلي کړي او د بهر مېشتو د کورنۍ غړي ځوروي


طالبان په کابل او ولایتونو کې د مدني اعتراضونو اجازه نه ورکوي - ارشیف
طالبان په کابل او ولایتونو کې د مدني اعتراضونو اجازه نه ورکوي - ارشیف

د مدني ټولنې نړیوال ايتلاف وايي، په افغانستان کې مدني ټولنه د ځورول کیدو په خاطر تقریباً پټه خوله شوې او ډیری فعالان چې له افغانستانه وتلي، د کورنۍ غړي یې ځورول کېږي.

دغه اېتلاف، په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو د دویمې کالیزې په درشل کې پرون (پنجشنبه) په یوه راپور کې وویل، د طالبانو د منتقدانو، خبریالانو او د مدني ټولنې د فعالانو ربړول او ځورول دوام لري.

په راپور کې ویل شوي، په وروستیو کابو دوو کلونو کې ځینې دغه فعالان ګواښل شوي، وهل شوي او حتا وژل شوي دي.

د بشري حقونو او مدني ټولنې فعال عزیز رفیعي وايي، په افغانستان کې مدني فعالان د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ راوروسته په منظم ډول ځپل شوي دي:

هغه ازادي راډیو ته وویل:"له بده مرغه د اګسټ له ۱۵مې وروسته د قانون یا د قانون د حاکمیت په نوم کوم شی نه شته.له همدې کبله، له بده مرغه مدني ټولنې په مستقیم او خورا ځیږ ډول ځپل کېږي."

د مدني ټولنې او بشري حقونو فعال، عزیز رفیعي
د مدني ټولنې او بشري حقونو فعال، عزیز رفیعي

د مدني ټولنې د نړیوال ايتلاف د راپور په یوه برخه کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د مدافع ښځو نیونو او د رسنیو پر دفترونو چاپو ته اشاره شوې ده.

د راپور له مخې، په افغانستان کې واکمنان هره میاشت پر اساسي ازادیو او حقونو لا زیات محدودیتونه لګوي.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته لسګونه ښځینه فعالانې، د مدني ټولنې غړي او خبریالان نیولي او یو شمېر یې له څه مودې بنده وروسته خوشی کړي دي.

د ماشومانو د زده کړو فعال مطیع الله ویسا، چې له څه باندې ۳ میاشتو راهیسې طالبانو بندي کړی او برخلیک یې نه دی معلوم.
د ماشومانو د زده کړو فعال مطیع الله ویسا، چې له څه باندې ۳ میاشتو راهیسې طالبانو بندي کړی او برخلیک یې نه دی معلوم.

د قلم لار ټولنې مسوول مطیع الله ویسا او فرانسوي الاصله افغان خبریال مرتضي بهبودي له میاشتو راهیسې بندیان دي.

طالبانو ویسا په دې تورن کړی چې په خپل سر یې فعالیت کاوه او خلک یې د طالبانو د حکومت پر ضد پارول.

خو د ویسا کورنۍ دا تورونه ردوي او وايي چې ویسا یوازې خلک زده کړو ته هڅول.

XS
SM
MD
LG