د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت: تېر کال مو ۱۲۴ مدرسو او دارالحفاظونو ته جوازونه ورکړي


په خوست کې د طالبانو د یوې هم فکرې مدرسې زده کوونکي - ارشیف
په خوست کې د طالبانو د یوې هم فکرې مدرسې زده کوونکي - ارشیف

د طالبانو حکومت په لومړي، ځل د هغو مدرسو شمیر په ډاګه کړ چې په یوه کال کې یې ورته د فعالیت جوازونه ویشلي دي.

د طالبانو حکومت د حق او اوقافو وزارت مسلکي معیین، زر محمد حقاني د دوشنبه په ورځ کابل کې "ملت ته د دولت د حساب ورکونې" په نامه کنفرانس ته د خبرو په مهال وویل، یاد وزارت په تیر یوه کال کې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې ۱۲۴ مدرسو او دارالحفاظونو ته د جواز فعالیتونه ورکړي دي.

حقاني وویل: "د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې ۱۲۴ مدرسو او دارالحفاظونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي، د قرانکریم د حفظ او تجوید ۳۰ مرکزونو اسناد څیړل شوي، چې غوښتل یی یادې مدرسې یې ثبتې شي."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې د مدرسو شمېر او ملاتړ زیات شوی
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې د مدرسو شمېر او ملاتړ زیات شوی

خو ښاغلي حقاني دا ونه ویل چې دا مهال په ټول افغانستان کې څو دیني مدرسې او دارالحفاظونه فعال دي او څو یې له دې وزارت سره ثبت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت تل په دې تورن شوې چې د مکتب او پوهنتونونو په ګډون عصري علومو ته توجه نه کوي.

په همدې حال کې د ښوونځیو یو شمیر زده کونکي د طالبانو له حکومته غواړي، چې د دیني علومو ترڅنګ دې عصر علومو ته هم پاملرنه وکړي.

په کابل کې د دولسم ټولګي زده کونکی، مصور احمدی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "موږ په دې هیواد کې د مدرسو او دیني علومو ترڅنګ، په کورسونو او ښوونځیو کې عصري علومو ته هم اړتیا لرو. موږ له طالبانو غواړو چې دې برخې ته پاملرنه وکړي."

د یوولسم ټولګي زده کوونکې، حسینه هم چې له دوو کلونو راهیسې له زده کړو محرومه کړل شوې، ورته غوښتنه لري.

افغان نجونې د دوی د تړلو ښوونځیو بیرته پرانیستل غواړي - ارشیف
افغان نجونې د دوی د تړلو ښوونځیو بیرته پرانیستل غواړي - ارشیف

حسینه وایي:"موږ د دې ترڅنګ چې پر اسلاميی مسایلو د پوهیدو لپاره دینی زده کړو ته اړتیا لرو، حکومت دې زموږ په مخ ښوونځی هم پرانیزي ترڅو عصري علوم هم زده کړو، موږ دواړو علومو ته اړتیا لرو. "

د زده کړو د برخی فعال، شیر دل پاڅون وایي، طالبان دیې د دیني علومو ترڅنګ، د عصري علومو د ودې لپاره هم هڅه وکړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:"هغه شان چې د اسلامې امارت مسوولانو مدرسو ته پاملرنه کړې، ښوونځیو ته دې هم توجه وکړي، ترڅو ځوانان هم په دیني برخه او هم عصري علومو کې زده کړې وکړي، موږ هغه مهال له نړۍ سره رقابت کولی شو چې پر دواړو علومو پوه شو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست، حبیب الله اقا د روان کال په لومړیو کې پنجشیر او نورستان ولایتونو ته د سفر په مهال ویلی وو، چې دوی به په هرې ولسوالی کې به ۱۰ مدرسې جوړی کړی.

د طالبانو حکومت له تېرو دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو په مخ تړلي او له اتو میاشتو راهیسی نجونو ته پوهنتون ته د تګ اجازه هم نه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG