د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

مدرسې د مکتبونو پر ځای؛ طالبان ولې عصري زده کړې محدودوي او خپلې مدرسې زیاتوي؟


د طالبانو یوه دیني مدرسه - ارشیف
د طالبانو یوه دیني مدرسه - ارشیف

"دا دیني مدرسې په ټوله کې د افغانستان په کچه جوړېږي، چې هره یوه کې به زر تنه شاګردان نیول کېږي."

مولوي مطیع الله جواد د پنجشیر ولایت د پوهنې د ریاست له چارواکو څخه دی، چې له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې په روان کال کې په عنابې ولسوالۍ کې د یوې جهادي مدرسې د جوړېدو خبر ورکوي.

نوموړی وایي: "ګورو چې څومره زده کوونکي جذبولای شو. څومره چې د زده کوونکو شمېر لوړېږي په همغه اندازه استادان به هم استخدام کړو."

د طالبانو په حکومت کې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا سږکال کې په نورستان ولایت کې د خبرو پرمهال په هره ولسوالۍ کې د لسو مدرسو د جوړېدو سپارښتنه وکړه.

د پروان یوه دیني مدرسه - ارشیف
د پروان یوه دیني مدرسه - ارشیف

ښاغلي ګل آغا وویل: "د الله لوی نعمت دی چې اسلامي امارت دلته جهادي مدرسه جوړوي. د کوچنیانو د مدرسو لپاره جواز درکوو. چې څومره مدرسې جوړولای شئ جوړې یې کړئ. په هره ولسوالۍ کې لس- لس مدرسې جوړې کړئ."

د طالبانو د حکومت د پوهنې د وزارت د جهادي مدرسو عمومي رییس شیخ عبدالواحدطارق ویلي دي، چې سږکال د هېواد په پنځو ولایتونو کې جهادي مدرسې فعالې شوي او طالبان ورته جذب شوي دي.

دیني مدرسې د طالبانو په ایډیولوژۍ کې ځانګړی ځای لري. طالب یعنې د مدرسې زده کوونکی؛ د طالبانو ډېرو غړو او مشرانو د افغانستان او پاکستان په دیني مدرسو کې زده کړې کړې دي.

د طالبانو منتقدان وايي طالب چارواکي غواړي له افغانستانه د مدرنو او عصري زده کړو چې بنسټ یې څه باندې پېړۍ مخکې ایښودل شوی، او د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال یې وده وکړه ټولې جرړې وباسي.

د طالبانو د پوهنې چارواکي د نوي تعلیمي کال د پرانیستې پر مهال - ارشیف
د طالبانو د پوهنې چارواکي د نوي تعلیمي کال د پرانیستې پر مهال - ارشیف

د مثال په توګه: دوی په تېرو دوو کلونو کې چې پر افغانستان واکمن شوي یوشمېر ښوونځي په دیني مدرسو اړولي، د ۴۹ دارالمعلمینونو او د هغو د اړوندو ۱۹۸ مرکزونو دروازې یې بندې کړي او په کندهار کې یې د زده کړو نژدې ۱۶۰۰ ټولګي رخصت کړي چې په نتیجه کې یې شاخوا پنځوس زره زده کوونکي ترډېره له عصري زده کړو بې برخې شول.

طالبان وايي چې په جهادي مدرسو کې پوځي روزنې نه ورکول کېږي؛ بلکې اسلامي مضامین تدریسېږي.

خو یوشمېر څارونکي په دې باور دي، چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې او له هغه وروسته د طالبانو په ګډون د ډېرو افراطي ډلو غړي د پاکستان او افغانستان له دیني مدرسو څخه راوتي دي.

د طالبانو منتقد او د چارو شنونکی په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمدسعیدي په دې باور دی، چې د ښوونځیو پرځای د دیني مدرسو جوړول د طالبانو د عمومي پالیسۍ یوه برخه ده.

سعیدي وایي: "چې څومره دیني مضامین زیات شي، اسلامي فقه او شریعت زیات شي ساینسي مضامین، جغرافیه، تاریخي مسایل کمېږي. څومره چې اصلي مسایل لکه ټکنالوژي کم شي په همغه اندازه تروریزم تقویه کېږي، وده کوي. اصلا په افغانستان کې ورو ورو داسې سیاست غوره شوی چې د ښوونځیو پرځای مدرسې جوړې شي، د پوهنتونونو پرځای دارالحفاظ جوړ شي. دا یو عمده ستراتېژیک سیاست دی."

محمد محق د اسلامي مطالعاتو څېړونکی په دې باور دی، چې ټولنه د دومره ډېرو دیني عالمانو د جذب ظرفیت نه لري.

د طالبانو له واکمنیدو سره د نجونو لپاره هم د مدرسو شمېر زیات شوی
د طالبانو له واکمنیدو سره د نجونو لپاره هم د مدرسو شمېر زیات شوی

ښاغلي محق په هېواد کې د دیني مدرسو د زیاتېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل:" په ټولنه کې د دیني مدرسو بېحده زیاتېدل د بحران باعث کېږي. موږ یوازې دیني مدرسو ته اړتیا نه لرو. که هرې بلې څانګې ته تر اړتیا ډېره پاملرنه او پانګونه پرې وشي نو د هغې رشتې فارغان زیات شي داسې چې د کار په مارکېټ کې د هغو د جذب لپاره ظرفیت نه وي او چاپېریال هم اړتیا ورته ونه لري، دا په خپله په بحران کې راځي."

طالبانو له شپږم د لوړو ټولګیو زده کوونکې نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړي او همداراز په پوهنتونونو کې یې د نجونو تحصیل بند کړی.

د طالبانو ځینو شخصیتونو لکه د بهرنیوچارو وزارت معین شېرمحمد عباس ستانکزي بیا -بیا د نجونو د تعلیم پر اړتیا ټینګار کړی، خو داسې ښکاري چې د ده هڅو ځای نه دی نیولی.

پر عصري زده کړو د طالبانو بندیزونه د دې باعث شول چې د بېلابېلو سیمو یوشمېر نجونې دیني مدرسو ته مراجعه وکړي.

له ډلې د هېواد له مرکزي سیمو څخه یوې ځوانې نجلۍ، چې د طالبانو له وېرې نه غواړي خپل نوم افشا کړي، ازادۍ راډیو ته وویل: "زه او خور مې په یوه مدرسه کې شاملې شوې یو. هلته باید څلور کاله درس ووایو او وروسته له دې چې د مولویانو په توګه فارغې شوو، نو د استادانو په توګه مو هلته جذبوي. خو دا د دې دلیل نه شي کېدای چې باید په جبري ډول دیني مدرسو ته ولاړې شو او د عصري زمانې له ټکنالوژۍ څخه لیرې پاتې شوو."

طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په خپله لومړی ځل واکمنۍ کې هم د نجونو پر زده کړو او تحصیلاتو بندیز لګولی و.

د اسلامي چارو شنونکی صلاح الدین سعیدي وايي، نننۍ زمانه د ښځو او نارینه وو بې توپیره زده کړو ته اړتیا لري.

د طالبانو له واکمنیدو لږ څو میاشتې مخکې د کابل پوهنتون یوه فراغت غونډه
د طالبانو له واکمنیدو لږ څو میاشتې مخکې د کابل پوهنتون یوه فراغت غونډه

ښاغلی سعیدي وایي: "له اسلام څخه دفاع په علم او پوهه کېږي، په مدرنو علومو کېږي، په ساینس او کمپیوټر کېږي. د حضرت پیغمبر (ص) په غزواتو کې ښځو ګډون کړی او د نرسې او پرستارې دندې یې ترسره کړي. د علم او پوهې زده کړه له تفکیک پرته د مسلمانانو وجیبه ده او فرض عین دی."

ولې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې کړي خو د دیني مدرسو شمېر یې زیات کړی دی؟

دې پوښتنې ته د ځواب موندلو لپاره مو د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکي بیا - بیا وپوښتل، خو هغوی د دې راپور د جوړېدو تروخته خبرو ته حاضر نه شول.

XS
SM
MD
LG