د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

په شمشتو کې مېشت افغان ځوانان له ښوونځي یا مدرسو تر فارغېدو مخکې جنګ ته استول کیږي


په پسرلي کې د جګړې لپاره د افغان زلمیانو جلب او جذب په شدت ادامه لري.
په پسرلي کې د جګړې لپاره د افغان زلمیانو جلب او جذب په شدت ادامه لري.
نیوزویک د وحید خان په نوم د یوه اولس کلن افغان هلک کیسه راخیستې چې په وروستیو کې یې پلار د شمشتو کمپ له مدرسې څخه ایستلی او په پيښور کې یې په یوه ښونځي کې شامل کړی دی.

وحیدخان د نیوزویک خبریال ته ویلي، چې په پيښور کې له خپل نوي ښونځي څخه کرکه لري ځکه چې همصنفیان د سینماګانو او انجونو په اړه خبرې کوي.

دې وايي، غواړي چې بېرته د شمشتو مدرسې ته ولاړ شي. د وحیدالله پلار وايي، خپل زوی یې ځکه له شمشتو څخه را ویوست او په پيښور کې یې ښونځي ته شامل کړ، چې د شمشتو په کمپ کې کوچنیان د جګړې لپاره تربیه کیږي.

د وحید خان پلار پخوا په کابل کې ښونکی و اوس په پيښور کې د خښتو په یوه داش کې کار کوي. دی هیله لري، چې زوی به یې خپل تحصیلات بشپړ کړي او ښه راتلونکی به ولري، خو زوي یې هیله لري، چې تر لسم ټولګي وروسته به افغانستان ته ځي او هلته به له بهرنیانو سره په جګړه کې ګډون کوي.

په کمپونو کې پوځي روزنه

وحیدالله خان نیوزویک ته ویلي، زما مور او پلار یوازې د ژوند په فکر کې دي خو زما هدف جهاد دی، یعنې دا چې د خدای په حضور کې په لوړ سر ژوند وکړم.

د خپرونې په لیکنه، د وحید خان په څير سل هاوو ځوانان د خپلو زده کړو تر پاې ته رسولو مخکې په پاکستان کې په کمپونو کې پوځي روزنه تر لاسه کوي او بیا له وسله والو مخالفینو سره یوځاي کیږي.

د نیوزویک په حواله، په پسرلي کې د جګړې لپاره د افغان زلمیانو جلب او جذب په شدت ادامه لري. یوه بل شل کلن افغان مهاجر زلمي ولي الله نیوز ویک ته ویلي، چې دا د خدای غوښتنه وه، چې کورنۍ یې د شمشتو کمپ ته کډه شي او بیا دی په یوه جهادي بدل شي.

شمشتو کې د حکمتیار جاسوسان هرځای شته او هیڅ څوک یې په خلاف د خبرو جرات نه لري او بلاخره په شمشتو کې د حکمتیار خبره قانون دی.
نیوزویک لیکي، لږترلږه اتیا کمپونه د پاکستان په لویدیزو سیمو کې واقع دي خو د شمشتو کمپ له نورو ځانګړي دی ځکه دا د ګلبدین حکتمیار تر ملاتړ لاندې جوړ شوی دی، هغه څوک چې د طالبانو او حقاني له شبکې سره اړیکي لري او د پاکستان د استخباراتو په اداره کې محبوب دی.

خپرونه زیاتوي، په شمشتو کې څلورشپیته زره افغان کډوال میشت دي. دلته سټلایټ ټلویزیونونه او موسیقي منع دي، ښځې حجاب اغوندي او له شرعي محرم څخه پرته له کورنو نه شي وتلای.

د حکمتیار جاسوسان هرځای شته او هیڅ څوک یې په خلاف د خبرو جرات نه لري او بلاخره په شمشتو کې د حکمتیار خبره قانون دی.

د شمشتو د کمپ یوه پخواني اوسیدونکي نیوزویک ته ویلي، چې په دې کمپ کې اوسیدل خطرناک دي. دغه سړي ویلي، چې دوه کاله مخکې له شمشتو څخه پيښور ته کډه شو ځکه ډارېده چې دوه زمن به یې وسله وال جذب کړي او بیا به یې جګړې ته واستوي.

نیوزویک بېرته د وحیدخان د پلار خبره کوي چې وايي: ″ما خپل زوی د اسلامي زده کړو لپاره مدرسې ته واستاوه خو حکمتیار داسې څوک په لاس راکړ، چې غواړي جهادي شي او انتحاري حمله وکړي.″

د وحید خان پلار نیوز ویک ته ویلي، چې د شمشتو کمپ باید ړنګ شوی وای خو داسې به ونه شي او د حکمتیار د جلب او جذب د سیل مخه باید نیول شوې وای خو دا هم ونه شول.
XS
SM
MD
LG