د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د طالبانو د بیاځلي واکمني دوهم کال؛ د کندهار یو شمېر نجونې زده کوونکې: راتلونکی مو بې‌برخلیکه دی


ارشیف: په کندهار کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په کندهار کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

په کندهار کې له زده کړو محرومې کړای شوې نجونې زده کوونکې وايي، راتلونکی يې بې برخلیکه پاتې کېږي.

رڼا او اصلا دوې هغه نجونې دي چې پر اتم او شپږم ټولګیو يې د طالبانو د بندیز له امله زده کړې پر نیمايي پاتې شوي دي.

دوی د هغه ورځې کیسه کوي چې په وروستۍ ورځ له ښوونځیو بهر شوې او ورته وویل شول چې تر بله امره دې ښوونځیو ته نه ځي.

اوس چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شول د رڼا او اصلا په څېر دا مهال میلیونونه نجونې راتلونکي افغانستان کې د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دي.

طالبانو د شپږم ټولګۍ پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز ترڅنګ هغوی له پوهنتون څخه راګرځولي او دغه راز یې د مېرمنو پر کار محدودیتونه هم لګولي دی.

نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG