د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

ځینې اقتصاد پوهان او افغانان: د اقتصادي بحران د مهارولو لپاره اساسي کار نه‌ دی شوی


په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

ځینې اقتصاد پوهان او عام افغانان وايي، د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې د اقتصادي بحران په مهارولو کې د یوه مسوول حکومت په څېر رول نه دی لوبولی.

ځینې اقتصاد پوهان او عام افغانان وايي، ورځ تر بلې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر ډېرېږي چې ښيي د طالبانو په تېره دوه کلنه واکمني کې د بې‌وزلۍ او اقتصادي بحران د مهارولو لپاره اساسي کار نه دی شوی.

د کابل یوه اوسېدونکې چې سینګارتون یې په وروستو کې تړل شوی، وايي، د دې په څېر د زرګونو نورو کورنیو د عاید لارې د طالبانو د محدودېتونو له امله په تېرو ۲ کلونو کې تړل شوي دي.

دا چې نه غواړي، نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "سړي او ځوانان بې کاره دي، زما پلار سپین ږیری دی، دومره کار نه شي کولای چې د کور خرڅ پوره کړي، نو ځکه ما مې له مور سره کار کاوه، خو اوس دوی 'طالبان' اجازه نه ورکوي. دا ډول کړنې زموږ ټولنه نوره هم د بې وزلۍ او بې ثباتۍ خواته بیايي."

په کابل کې یو سینګارګره یوې مېرمنې ته د سینګار کولو پر مهال. طالبانو د تېرې جولای میاشت راهیسې په ټول افغانستان کې د سینګارتونونو د بندولو پرېکړه وکړه.
په کابل کې یو سینګارګره یوې مېرمنې ته د سینګار کولو پر مهال. طالبانو د تېرې جولای میاشت راهیسې په ټول افغانستان کې د سینګارتونونو د بندولو پرېکړه وکړه.


مدني فعاله سکینه حسیني بیا وايي، د ښځو په کار د بندیز ترڅنګ په حکومتي ادارو کې د پخوانیو کارکوونکو لرې کول بله هغه مسله ده چې ډېرې کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړې وايي: "د طالبانو له واکمنېدو سره اکثره دولتي کارکوونکوي له کارونو ګوښه شوي، دوی هغه کسان وو چې په کم معاش یې د یوې کورنۍ ژوند مدیریت کاوه، خو اوس دا خلک بې دندې او بې برخلیکه دي. ورځ تر بلې زیاتېدونکې بې وزلۍ او بې کارۍ ژوند او راتلونکې ته خلک ناهیلې کړي دي."

طالبانو په افغانستان له بیا واکمنېدو سره سم ښځې په ډېری دولتي ادارو کې له کار راوګرځولې او د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې یې دوی په ټولو غیردولتي موسسو کې هم له کار کولو منع کړې، چې په دې سره ډېری موسسو خپل فعالیتونه کم او یا بیخي ودرول.

په ورته وخت کې هغوی چې متوسط شخصي کاروبارونه لري او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، وايي د طالبانو په دوه کلنه واکمني کې یې د اقتصادي ستونزو او مالیاتو له امله خپل کارونه پرېښي یا یې د پرېښودو تکل کړی.

د افغانستان په یوه جنوبي ولایت کې د یوه درملتون څښتن چې نه غواړي نوم یې واخیستل وايي، په میاشت کې د درملتون کرایه او مالیه هم نه شي پوره کولای، ځکه اوس په دې سوچ کوي، چې خپل درملتون وتړي.

هغه وايي: "زما د کاروبار ورځنی عاید دومره کم شوی چې کرایه هم نه پوره کوي، خو دوی 'ښاروالي' یې په خپل زړه دومره ډېر راپسې لیکي چې درېیو ورځو کې هم دومره سودا نه کېږي او د هغه له مخې ما ته مالیه ټاکي. پوښتنه چې وکړم، دا ولې؟ وايي دا موږ اټکل کړی. که همداسې حالت وي، دا چې دوی دوکان راته بندوي او هره ورځ هر ډول خبرې راته کوي، ښه ده چې خپله یې وتړم."

د عامو افغانانو ترڅنګ اقتصاد پوهان هم وايي، د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې د یوه مسوول حکومت په توګه عمل نه دی کړی او برعکس تر ډېره یې د خپلو سیلقوي پرېکړو او محدودېتونه له امله د اقتصادي ناورین پراخولو ته لاره هوا کړې ده.

د اقتصادي مسایلو شنونکی او لیکوال لعل ځاځی د طالبانو حکومت بندیزونه د توجیې وړ نه بولي او وايي، دوی باید په دې خاطر چې خلک له اقتصادي ناورین څخه وژغورل شي، ‌‌ډېر څه وکړي.

ځاځي وویل: "د دوی بندیزونه غیر معقول دي، هېڅ توجیه نه لري او منفي اغېزې یې د افغانستان پر خلکو زیاتې دي چې په نتیجه کې یې بشري بحران پراخ شوی. حکومت ته ډېر څه کول په کار دي، ځکه اوس د خلکو حالت خراب دی، دا چې کاري فرصتونه نشته، بهرنۍ مرستې بندې شوې او د عاید سرچینې خورا کمې شوي، حکومت ته پکار ده چې کوټلي ګامونه واخلي."

اقتصاد پوه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې پخوانی مشر اذرخش حافظي د نورو لاملونو ترڅنګ په افغانستان کې د اقتصادي بحران یو لامل په دې هېواد کې د یوه مشروع او په رسمیت پېژندل شوي حکومت نشتون بولي چې په خبره یې له دې امله دا هېواد له نړۍوالو مالي تعاملاتو څخه منزوي شوی او سوداګري ورسره ګرانه شوې.

اقتصاد پوه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې پخوانی مشر اذرخش حافظي
اقتصاد پوه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې پخوانی مشر اذرخش حافظي

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "افغانستان اوس د نړۍوال سوېفټ له سیستم څخه بهر دی او د دنیا له مالي سیستم څخه ګټه نه شي پورته کولای، دنیا په مستقیم ډول د افغانستان حکومت ته قرضه نه شي ورکولای، ځکه چې دا حکومت د هېڅ هېواد لخوا په رسمیت پېژندل شوی نه دی او دا سرپرست حکومت چې په نړیوال ډګر کې د افغانانو په استازیتوب حرکت وکړي او خپل حق ترلاسه کړي، له محدودېت سره مخ کوي او اقتصادي وده له یوه سیاسي بستر پرته ناشونې ده."

حافظي زیاتوي، هر کال په اټکلي ډول له ۶ سوه تر ۷سوه زره کسان د افغانستان په نفوس کې ډېرېږي چې که یوه منظمه اقتصادي وده نه وي، بې وزلي نوره هم ورسره ډېرېدلای شي.

که څه هم طالب چارواکو په ځلونو په افغانستان کې د بې وزلۍ او اقتصادي بحران ادعاوې او راپورونه رد کړي دي خو په تېرو دوو کلونو کې ګڼو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د بې وزلۍ او اقتصادي بحران په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په وینا افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ هېواد دی چې ۲۹.۲ میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري، ۳ میلیونه وګړي یې له قطحۍ سره مخ دي او ۳.۲ میلیونه ماشومان یې خوارځواکې دي.

خو یادې ادارې ډېر کله شکایت کړی چې دومره مرستې نه ورکېږي چې په افغانستان کې ټولو اړمنو ته یې ورسوي.

څو ورځې وړاندې د ناورې د کډوالو شورا مشر هم ویلي و چې که له افغانستان سره د بشري مرستو بودیجه ډېره نه شي، د دې امکان شته چې د روان میلادي کال تر پایه د خوراکی توکو مرستې ودرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG