د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

جان سوپکو: په افغانستان کې اداري فساد زمونږ ماموریت کمزوری کړ


جان سوپکو
جان سوپکو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د لګښتونو د څار اداره یا سیګار، فساد او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ماموریت د پای ته رسېدو لپاره د یوه غیر واقعي مهال وېش ټاکل د نړیوالې ټولنې د ماموریت د کمزورۍ لویې لاملونه بولي.

يادې ادارې ټینګار کړی چې افغانستان ته له څار پرته په لویه کچه د مرستو استولو د فساد له پراختیا سره مرسته وکړه.

د سیګار مشر جان سوپکو په لندن کې د بریتانیا د شاهي خدمتونو په انسټېټیوټ کې د افغانستان له ماموریته د ترلاسه شویو تجربو په اړه د خبرو پر مهال وویل، امریکا او متحدینو یې د افغانستان د شته وضعیت واقعیتونه له پامه وغورځول، یوازې یې د خپلو عسکرو د ویستلو پر مهال وېش تمرکز وکړ او هڅه یې کوله چې پرمختګونه لوړ وښیي.

نوموړي ويلي: "زه فکر کوم چې شاید فساد هغه لویه ننګونه وه چې په افغانستان کې یې زموږ ماموریت کمزوری کړ، واقعیت دا دی چې موږ د فساد یوه برخه وو، ځکه موږ یوه لویه اندازه پیسې په ډېرې چټکۍ سره یوه بې‌وزله هېواد ته واستولې، خو څارنه مو پرې ونه‌کړه. بل لامل یې دا وو چې موږ د بریا لپاره یو غیر واقعي مهال وېش تحمیل کړ خو پر واقعیتونو مو تمرکز ونه‌کړ."

په همدې حال کې د بریتانیا د شاهي خدماتو نادولتي انسټېټیوټ چې د دې بحث کوربه و، د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي چې، نړیواله ټولنه د لسګونه میلیاردو ډالرو مرستو سره سره، ونه توانېدله چې، افغانستان په یوه با ثباته هېواد بدل کړي ترڅو وکړای شي د طالبانو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

یاد انسټېټیوټ لیکلي، چې اوسمهال افغانستان د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ دی او د دې هېواد ۲۴.۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او نړیواله ټولنه دې بشري بحران ته د رسېدو په برخه کې یوه خوله نه‌ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د لګښتونو د څار اداره سیګار په داسې حال کې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پر مهال دغه هېواد ته له څار پرته د ډېرو پیسو استول د فساد زېږنده بولي چې دوه نیمې میاشتې مخکې همدې ادارې په یو راپور کې لیکلي وو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو او پرمختیايي پروګرامونو لپاره ۲ ميلیارده ډالره مرسته کړې.

د دې ادارې مشر جان سوپکو د هغه راپور تر خپرېدو یوه اوونۍ مخکې د امریکا د استازو جرګې د څارنې کمېټې یوې غونډې ته ویلي وو، چې افغانستان له بد بشري او اقتصادي وضعیت سره مخ دی، خو ټینګار یې دا وو چې کېدونکې مرستې باید د طالبانو لاسته ونه لوېږي او ویلي يې وو چې امریکایانو ته دا ډاډ هم نه‌شي ورکولې چې یادې مرستې به د طالبانو لاسته نه لوېږي.

په همدې حال کې له فساد سره د مبارزې شبکې پخوانی رییس خان زمان امرخېل د فساد په اړه د سیګار ادارې د مشر تازه څرګندونې تاییدوي او وایې چې فساد د پخواني جمهوریت د سقوط یو لامل و.

نوموړی وايي: "د جان سوپکو خبری پر واقعیتونو ولاړې دي او ویلی شم چې فساد په افغانستان کې دومره پراخ و، چې افغانان یې تر پزې رسولي وو او فساد د جمهوریت پرځېدو ته لار هواره کړه. د فساد په برخه کې ستونزې ډېرې پراخه وې او ټوله ټولنه یې اغېزمنه کړې وه."

په افغانستان کې د ناټو او امریکا ماموریت د طالبانو له پرځېدو وروسته له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله پورې د شلو کلونو لپاره دوام وکړ چې د جمهوري نظام له سقوط سره دا ماموریت هم پای ته ورسېده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG