د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

ارمي ټایمز: افغانستان، هغه هېواد چې احتمالاً چانس ورسره هېڅ یاري نه ده کړې


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
  • ارمي ټایمز

د امریکا د متحدو ایالاتونو ارمي ټایمز ورځپاڼې پرون په دې عنوان لیکنه خپره کړې، افغانستان، هغه هېواد چې احتمالاً چانس ورسره هېڅ یاري نه ده کړې.

د لیکنې په پیل کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش جان سوپکو د جولای د ۲۹مې نېټې څرګندونو ته اشاره شوې چې د خبریالانو یوې ډلې ته یې ویلي وو: له شلو کلونو او د ټریلیون ډالرو له لګښتونو سره- سره افغان امنیتي ځواکونه کافي ډاډمن نه وو چې د چک پاینټونو د مدیریت یا هم د لارو د تصفیې لپاره څه کارونه وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، تر دې خبرو دوې اوونۍ وروسته طالبانو تقریباً پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه او پر پلازمېنه کابل یې هم د حملې لپاره ځانونه چمتو کړل.

ارمي ټایمز زیاتوي، په خپرو شوېو ویډیويي تصاویرو کې ښکاري چې کله هر ښار ته وسله وال طالبان داخلېږي، افغان امنیتي ځواکونه خپله وسله پر ځمکه ږدي چې دې مسئلې ګڼو کسانو ته ټکان ورکړ.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو هغه وخت ویلي وو: د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه، سلا مشوره او د همکارۍ په ماموریت کې مو پرتې ستونزې په وار- وار رابرسېره کړي دي.

د ارمي ټایمز ورځپاڼې لیکوال زیاتوي، کله چې طالبانو د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه پرکابل هم ولکه ټینګه کړه، د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر، جنرال مارک میلي، په پنټاګون کې یوه کنفرانس ته وویل، هېچا فکر نه کاوه چې افغانستان به په دا ډول له لاسه ووځي او په ۱۱ ورځو کې به یې پوځ هم دړې وړې شي.

خو د ورځپاڼې په لیکنه، اوس به جنرال ميلي او د امریکا دفاع وزیر لوېد اسټن روانه اوونۍ مجبوره کړای شي چې پر خپله ارزونه بیا کتنه وکړي، ځکه دواړه د کانګرس د استازو جرګې او مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمېټو ته حاضرېږي چې د افغانستان د وضعیت په اړه د استازو جرګې د غړو او سناتورانو پوښتنې ځواب کړي.

  • بزنس انسایډر

د امریکا بلې خپرونې بزنس انسایډر د افغانستان پر اقتصاد لیکنه خپره کړې چې د رکود په حال کې دی.

د لیکنې د پیل عبارت دا دی چې د افغانستان تر ټولو ستر پور ورکوونکي بانک خبرداری ورکړی چې د افغانستان بانکي سیسټم، سقوط ته نږدې شوی دی.

د افغانستان د اسلامي بانک اجرایه رئیس، سید موسی کلیم الفلاحي بي بي سي ته ویلي، د طالبانو له خوا پر افغانستان د ولکې تر ټینګولو وروسته د غربي دولتونو له خوا د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو او د مشتریانو د وارخطایۍ له کبله د افغانستان مالي سیسټم له یوه «بالفعل کړکېچ» سره مخامخ شوی دی.

بزنس انسایډر خپرونه زیاتوي، اوس خلک په بانکونو کې یوازې خپلې پیسې باسي چې اکثر بانکونه فعال نه دي او ټول خدمات هم نه شي وړاندې کولی.

د خپرونې د مطلب له مخې، د امریکا متحدو ایالاتونو تېره میاشت د افغانستان ۹ نیم میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه چې د افغانستان بانک یا د افغانستان د مرکزي بانک اړونده شتمني ده.

د پیسو نړیوال صندوق هم تېره میاشت وویل چې افغانستان به نور خپلو مالي منابعو ته لاسرسی نه لري. بل خوا نړیوال بانک هم اعلان کړی چې په افغانستان کې د خپلو پروژو تمویل ځنډوي.

ملګرو ملتونو د دې میاشتې په لومړیو کې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې د یوه اقتصادي سقوط د مخنیوي په خاطر خوشې شي.

XS
SM
MD
LG