د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

نیویارک ټایمز: امریکایي سلاکاران افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتېدو غوښتنه کوي


ارشیف، امریکايي سرتیري
ارشیف، امریکايي سرتیري
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې لیکلي، امریکایي سلاکاران افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه کوي.

ورځپاڼې لیکلي، د امریکا استخباراتي بنسټونو د ولسمشرجوبایډن ادارې ته له افغانستانه د ځواکونو د وتلو د عواقبو په اړه اطلاع ورکړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، استخباراتي ادارو ویلي، که امریکا افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د واک له ویشه مخکې دغه هېواد پریږدي، طالبان ممکن دوه-درې کاله وروسته د هېواد زیاتې برخې لاندې کړي.

په مطلب کې د امریکایي چارواکو په حواله لیکل شوي، که طالبان کنټرول په لاس کې واخلي، افغانستان کې به د القاعده شبکې پياوړتیا ته زمینه برابره شي، هغه شبکه چې پرامریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د یوولسمې خونړیو بریدونو مسئوله ده.

د امریکا او طالبانو د دوحې د هوکړې له مخې، ټول امریکایي ځواکونه باید د همدې کال د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي، خو په دې شرط چې طالبان له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې وشلوي.

خو تازه د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره پنجشنبه وویل، د مې تر لومړۍ نېټې به د ځواکونو ایستل له تخنیکي پلوه ورته ستونزمن وي.

د بایډن دې خبرو بیا د طالبانو غبرګون پارولی، دې ډلې د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ که د مې تر لومړۍ نېټې امریکایي پوځیان ونه وځي، په وړاندې به یې بېرته جګړه پيل کړي.

د جورج واشنګټن پوهنتون د نړیوالو اړیکو استادې نیلوفر سخي هم په دې تړاو تحلیل کې ازادي راډيو ته ویلي، داسې احتمال شته چې افغانستان کې تاوتریخوالی نورهم زیات شي.

  • اوپن ډیموکراسي انلاین خپرونه

د بریتانیا اوپن ډیموکراسي انلاین خپرونې هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو او احتمالي ګواښونو یې یوه مقاله خپره کړې.

د مقالې لیکوال ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل هم لکه د دغه هېواد جګړه په یوې پیچلې موضوع بدله شوې ده.

د لیکوال په باور، د جوبایډن اداره لېواله ده چې خپل سرتیري وباسي، خو په واشنګټن کې سلا کاران بایډن ته خبرداری ورکوي چې طالبان به بیا فعالیت ډېر او القاعده او داعش ته به د ازادو عملیاتو زمینه برابره شي.

مقاله کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي جان سوپکو خبرداري ته اشاره شوې چې ویلې یې دي، د افغانستان وسله وال ځواکونه چمتو نه دي چې ډاډمن امنیت ټینګ کړي.

مقاله کې راغلي، د طالبانو او القاعده ګواښونو ته په کتو، امریکا ممکن خپل ځواکونه افغانستان کې پریږدي، خو لیکوال دا خبره هم راپورته کړې چې افغانستان کې شل کلن حضور د امریکایانو زړه ور خوړلی.

د مقالې په یوه برخه کې د جوبایډن هغه خبرې را اخیستل شوي چې ویلې یې دي، راتلونکی کال به د دوی سرتیري افغانستان کې نه وي.

خو د مقالې پر اساس کله چې بایډن سپینه ماڼۍ کې د خپل لومړي خبري کانفرانس پرمهال دا خبره وکړه، ورسره هم مهاله د امریکا د ځانګړو عملیاتو د قوماندانۍ مشر جنرال ریچارد کلرک کانګرس ته وویل، افغانستان کې د طالبانو ګواښونو ته په کتو، د دوی د ځانګړو ځواکونو حضور اړین دی.

XS
SM
MD
LG