د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د طالبانو دوه کلنه واکمني؛ ګوټرېش په افغانستان کې وضعیت د ژورې اندېښنې وړ وباله


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو د واکمنۍ له دوه کاله پوره کېدو سره سم، په افغانستان کې وضعیت د ژورې اندېښنې وړ بللی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش وايي، په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله تېر شول او په دې هېواد کې په نجونو او ښځو د لګېدلو سختو بندیزونو او محدودیتونو په ګډون وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی.

هغه په خپله x شبکه یا پخواني ټویټر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانان یوازې پرې نه‌ږدي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ګوټرېش د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو پرون یې اسوشېټېډپرېس اژانس ته ویلي، د دوی حکومت باثباته او پیاوړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

که څه هم ذبیح‌الله مجاهد په دې مرکه کې ادعا کړې چې دوی مسوولانه عمل کوي، خو د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجراییه رییسه سیما باهوس طالبان تورنوي چې د نجونو او ښځو په حقونو یې سیستماټیک او پراخ بریدونه کړي.

په هغې اعلامیه کې چې د ملګرو ملتونو په ویبپاڼه د اغلې باهوس له قوله پرون خپره کړې په کې راغلي: "طالبانو د څه باندې ۵۰ فرمانونو، حکمونو او بندیزونو له لارې د ښځو د ژوند هېڅ اړخ بې لاس‌وهنې نه‌دی پرېښی او د دوی یوه ازادي هم ترې خوندي نه ده پاتې."

هغې زیاته کړې، طالبانو داسې سیستم جوړ کړی چې د ښځو د ځپلو پر بنسټ ولاړ دی او په پراخه کچه جنسیتي اپارټایډ ګڼل کېږي، هغه څه چې مېرمن باهوس یې د بدلون لپاره په طالبانو د فشار راوستو غوښتنه هم کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجراییه رییسه سیما باهوس
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجراییه رییسه سیما باهوس

خو د طالبانو حکومت له کره اسنادو وړاندې کولو پرته تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

هاخوا بیا د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ هم پرون خپره کړې اعلامیه کې په نجونو او ښځو د بندیزونو په اړه د طالبانو فرمانونه تبعیضي بللي او زیاته کړې، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د بندیانو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د یو لړ مسئلو په اړه څارنې، مستند کولو او ملاتړ ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان فعالانې هم وايي، په لومړي قدم کې د طالبانو د ناسمو کړنو قربانیانې نجونې او ښځې دي او پر وړاندې یې جدي ګامونو پورته کېدو ته اړتیا ده.

د ښځو د حقونو فعاله مرضیه حفیظي وايي: "له بده مرغه نړیوالې ټولنې په دوو کلونو یوازې د اعلامیو په خپرولو او د پېښو په غندلو بسنه وکړه. کوم څه چې موږ او په ټوله کې د افغانستان ښځو هیله لرله چې دوی باید عملي ګامونه پورته کړي او یا هم په طالبانو فشار راولي، څو د دوی د ظلمونو او بندیزونو مخه ونیول شي، خو دوی دا کار تر اوسه پورې و نه کړ، دا چې ولې یې و نه کړ، موږ ته هم د پوښتنې وړ ده."

یوه بله افغان فعاله ملاله اخندزاده بیا وايي، تېرو دوو کلونو کې په افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو په اړه غبرګونونو او مبارزې کومه ګټه نه‌ده کړې.

هغې وویل: "دا اوس چې له ښځو دوی کوم ملاتړ اعلان کړی دی، په دې هیله چې په واقعي توګه د ښځو ملاتړ وکړي. ښځې کارونو ته ستنې شي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ښځو پر مخ پرانستل شي."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې پر نجونو زده کوونکو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې پر نجونو زده کوونکو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

دا انتقادونه په داسې حال کې دي چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی ځکه دوی د دې کار لپاره خپل شریط لري، چې له دې شرطونو یو مهم هغه یې، په افغانستان کې د ښځو حقونه ته درناوی دی.

د طالبانو اوسني رژیم افغان نجونې او ښځې د تعلیم، کار او سیاسي، ټولنیز او فرهنګي مشارکت څخه منع کړي، هغه څه چې له امله یې افغان نجونې او ښځې د طالبانو دا دوره هم د خپلې راتلونکې لپاره د مخکنۍ په څېر تیاره بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG