د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د طالبانو له بنده د پخواني چارواکي 'محمودشاه حبیبي' د خوشې کېدو غوښتنه وشوه


د تېر جمهوري نظام د ملکي او هوايي چلند ادارې رییس محمودشاه حبیبي
د تېر جمهوري نظام د ملکي او هوايي چلند ادارې رییس محمودشاه حبیبي

د افغان الاصله امریکايي او د تېر جمهوري نظام د ملکي او هوايي چلند ادارې د پخواني رییس محمودشاه حبیبي پلار په یو لیک کې د طالبانو د حکومت له مشر غوښتي چې زوی یې خوشې کړي.

په دغه لیک کې د حبیبي د پلار له قوله راغلي چې زوی یې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته په یوه خصوصي امریکايي شرکت کې چې د فضايي رادارانو د کنترول مسوولیت یې درلود؛ کار کاوه.

په دې لیک کې راغلي چې حبیبي یو کال وړاندې د ۲۰۲۲ کال د اګست په لسمه د کابل په شېرپور سیمه کې د خپل کور له مخې د طالبانو له خوا ونیول شو.

په لیک کې دا هم راغلي چې طالبان د محمودشاه له نیولو وروسته د هغه کور ته ورننوتي او د هغه الکټرونیکي وسایل یې هم ضبط کړي دي.

د محمودشاه حبیبي پلار په دې لیک کې دا هم لیکلي چې دی په دې موده کې نه دی توانېدلی چې خپل زوی وویني.

نوموړي د طالبانو مشر ته په خطاب کې ویلي، د طالبانو حکومتي ځواکونه باید د نیولو یا د تالاشۍ په جریان کې ځانونه معرفي کړي چې له کومې مرجع دي او دا یې هم زیاته کړې چې باید د زندانیانو شرعي حقوق مراعات شي.

د محمودشاه حبیبي یو خپلوان د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ظاهراً طالبانو نوموړی په کابل کې د القاعده شبکې د پخواني مشر ایمن الظواهري په وژلو کې د لاس درلودلو په تور نیولی دی.

د القاعده مشر ایمن الظواهري تېر کال د کابل په شېرپور کې د امریکايي ځواکونو له لوري ووژل شو.
د القاعده مشر ایمن الظواهري تېر کال د کابل په شېرپور کې د امریکايي ځواکونو له لوري ووژل شو.

خو د محمودشاه حبیبي ورور، تیمورشاه حبیبي ازادي راډيو ته وویل، طالبانو لا د محمود شان د نیول کېدو د تور په اړه څه نه دي ویلي.

هغه وویل: "محمود شاه حبیبي بلکل بې‌ګناه دی. که په ده کوم ثبوت او دلیل موجود وي، د افغانستان محاکمو ته دې وسپارل شي، څو مونږ په ازاده توګه په اطمینان او د امنیت په ډاډ سره د ده د حق دفاع وکړای شو، که ګناهکاره وي نو دی به سزا وویني او که نه وي په عزت سره به راخلاص شي. هغه اتهام چې ده ته او د ده ټولې کورنۍ ته رسېدلی دی، پاک شي."

دا یوازې د محمودشاه حبیبي کورنۍ نه ده چې د نوموړي د وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، بلکې ډېری نور کسان هم چې د طالبانو په بند کې دي، د دوی کورنیو ته لیدو اجازه نه ورکول کېږي او نه هم په نیول شویو کسانو د لګېدلو تورونو په اړه کوم وضاحت ورکول شوی.

د کابل پر یوه واټ د طالبانو وسله وال غړي
د کابل پر یوه واټ د طالبانو وسله وال غړي

د حقوقي چاروکار پوه عبدالواحد سادات ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان او نړیوالو قوانینو پر بنسټ کله چې څوک بندي کېږي؛ ځان‌ته حقوق لري چې باید عملي شي.

سادات وویل: "د افغانستان په قوانینو کې د تور لګولو، څېړنې او د محکمې د پړاونو څرنګوالی روښانه دی. څوک چې نیول کېږي، ځان‌ته حقونه لري، په هغه څه چې تورن دی، باید ابلاغ شي او مدافع وکیل ته لاسرسي ولري."

نوموړي زیاته کړه، دا چې د تېر نظام قانونونه د طالبانو په حکومت کې نه پلي کېږي، نو په ډېرو مواردو کې د دوی کړنې خپلسرې دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په داسې حال کې دی چې د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په مشرۍ یو امریکايي پلاوي په دوحه کې د طالبانو له یوې پلاوې سره وکتل او دا امریکايي اتباعو د ژر تر ژره او له شرط پرته د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

له هغې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وویل چې امریکا د طالبانو له بنده د خپلو اتباعو د خوشې کولو لپاره خپل فشارونو ته دوام ورکوي، خو د شمېر او هویت په اړه یې معلومات نه وو ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG