د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

له یو کال زندان وروسته؛ طالبان ولې محمود حبیبي نه محاکمه کوي او نه له بنده خوشې کوي؟


د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې پخوانی مشر محمود شاه حبیبي - ارشیف
د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې پخوانی مشر محمود شاه حبیبي - ارشیف

د افغاني الاصله امریکايي او د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د ملکي هوایي چلند د ادارې د پخواني مشر، محمود شاه حبیبي د کورنۍ یو غړی وايي چې د طالبانو حکومت ښاغلی حبیبي په کابل کې د القاعده شبکې د پخواني مشر ایمن الظواهري په وژلو کې د لاس لرلو په تور نیولی دی.

د ښاغلي حبیبي د کورنۍ دغه غړي، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم او اصلي غږ یې په راپور کې خپور شي، د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی حبیبي بې ګناه دی او په دې قضیه کې د هغه د ښکیلتیا اسناد او شواهد نشته.
هغه وايي چې محمود شاه حبیبي یو کال مخکې د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه له خپلو ۳۱ همکارانو سره چې هغه مهال ټول په یوه امریکايي خصوصي شرکت کې، چې د افغانستان د فضايي رادارو د کنټرول دنده یې پرغاړه وه، د القاعده شبکې پر مشر ایمن الظواهري تر برید وروسته په کابل کې ونیول شول، چې وروسته نور خوشي شول، خو محمود شاه حبیبي لا هم د طالبانو په زندان کې دی.
د محمود شاه حبیبي د کورنۍ دغه غړی ازادي راډیو ته وویل: "د ده موټر چلوونکی او یو انجنیر له درې نيمې میاشتې بند وروسته خوشي شول، د هغوی څخه تحقیق د هغه برید په اړه شوی و، چې په دې کې ستاسو شرکت لاس درلود، تاسو لاس درلود، ستاسو رئیس یا نورو کارکوونکو لاس درلود او حبيبي صایب ته یې هم ګوته نیولې چې دی هم کیدلای شي چې لاس ولري، نو دغه معلومات د هغوی لخوا مونږ ته رسيدلي وو."
د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ د جولای په وروستیو کې، په کابل کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې د برید پر مهال ووژل شو
د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ د جولای په وروستیو کې، په کابل کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې د برید پر مهال ووژل شو
طالبانو تر اوسه د ملکي هوايي چلند د ادارې د پخواني مشر نیول کېدل نه دي تایید کړي.
د القاعده شبکې پخوانی مشر ایمن الظواهري، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ نږدې یو کال وروسته، د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه، د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې لخوا په نښه شو.
له هغه وروسته د طالبانو حکومت ادعا وکړه چې د کابل په زړه کې د القاعده د مشر د شتون په اړه معلومات نه لري او په دې اړه څېړنې کوي، خو تر اوسه د دې څېړنو پایله نه ده خپره شوې.
د محمود شاه حبیبي د کورنۍ دغه غړي ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه، چې ښاغلي حبیبي د امریکا تابعیت درلود او د جمهوري ریاست له نسکورېدو مخکې یې د ملکي هوايي چلند د ادارې د مشر په توګه خپله دنده پرېښوده او په کابل کې یې د یوه خصوصي امریکايي شرکت د سلاکار په توګه کار کاوه.
هغه ازادي راډیو ته دا هم وویل چې طالب چارواکو د ښاغلي حبیبي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د ده په وینا غیر رسمي معلومات ښيي چې هغه د طالبانو په زندان کې دی او تر دې دمه د کورنۍ غړو سره یې ورته د ملاقات یا اړیکو موقع نه ده ورکړل شوې.
دا د کابل په شېرپور کې هغه کور دی، چې الظواهري پکې ووژل شو
دا د کابل په شېرپور کې هغه کور دی، چې الظواهري پکې ووژل شو

هغه له طالبانو وغوښتل چې حبيبي دې له بنده خوشې کړي، ځکه چې د ده په خبره بې ګناه دى.

نوموړي وویل:" مونږ د امارت له مسولینو څخه عاجزانه هیله کوو، چې د هغه د کورنۍ ستونزې درک او خوشي يې کړي. له هغو غیر رسمي معلوماتو څخه چې مونږ ته رسيدلي، ښیي چې هغه په هیڅ قضیه کې تورن نه دی او هیڅ شواهد هم نه دې موندل شوي، نو له همدې امله غواړو چې هغه ژر تر ژره خوشي شي."
د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې میاشتې په پای کې، د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ په مشرۍ یوه امریکايي پلاوي، په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره وکتل او له کوم شرطه پرته یې د امریکايي اتباعو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.
بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل، چې امریکا له طالبانو څخه د دغه هېواد د اتباعو د خلاصون لپاره، پر هغوی فشار ته دوام ورکوي، خو د دوی د شمېر او هویت په اړه یې معلومات ورنه کړل.
په ورته وخت کې، د طالبانوحکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې دوی له هغو هېوادونو سره خبرې کوي چې وګړي یې په افغانستان کې بندیان دي، او هڅه کیږي، چې دا مسلې، داسې حل شي، چې د ده په خبره د افغانستان اصولو او ملي امنیت ته زیان ونه رسوي او له نړۍ سره هم ښې اړیکې پاتې شي.

د طالبانو حکومت وياند، ذبيح الله مجاهد هم تاييد کړې وه چې د امريکايانو په ګډون يو شمېر بهرني وګړي، چې په خبره يې په امنیتي مسایلو تورن دي، د دوی په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG