د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

په زندان کې اوومه میاشت؛ طالبان ولې خبریال بهبودي نه خوشې کوي؟


افغان الاصله خبریال مرتضي بهبودي له ۷ میاشتو راهیسې طالبانو سره بندي دی
افغان الاصله خبریال مرتضي بهبودي له ۷ میاشتو راهیسې طالبانو سره بندي دی

د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي مېرمنې الکساندرا مستواجا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې له ۷ میاشتو راهیسې یې خپل د ژوند ملګری نه دی لیدلی او هیله لري چې نوموړی ژر تر ژره خوشې شي.

اغلې مستواجا ازادي راډيو ته وويل، تر اوسه د بهبودي کورنۍ او ملګري يې نه دي بریالي شوي چې هغه وویني.

مستواجا وویل:"موږ پرمختګونه درلودل، که څه هم د مرتضی د قضیې او د هغه د وضعیت په اړه لا تر اوسه نه پوهېږو او د هغه کورنۍ او ملګري یې لا هم په لیدلو بریالي شوي نه دي. موږ د مرتضی د خوشې کولو غوښتنه کوو. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم خپل فشار راوړی. "

مرتضی بهبودي د روان کال د جنوري میاشتې په اوومه د طالبانو له خوا ونیول شو خو دا نه ده څرګنده چې جرم یې څه و.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو او رسنیو د څارنې رئیس عبدالحق حماد څه موده وړاندې ازادي راډیو ته وویل، چې بهبودي د رسنیز کار له امله نه دی نیول شوی او دوسیه یې محکمې ته تللې ده.

د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي، طالبانو د مرتضی بهبودي د زنداني کېدو د لامل په اړه دوی ته څه نه دي ویلي، خو د نوموړي د خوشې کولو هڅې روانې دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان لوګو
د بې پولې خبریالانو سازمان لوګو

د بې پولې خبریالانو ټولنه (RSF) وايي، ۷ میاشتې کېږي چې مرتضی بهبودي په زندان کې دی او دا ډېره اوږده موده ده.

دې سازمان زیاته کړې چې د بهبودي تر ازادېدو به د عدالت غوښتنې ته دوام ورکړي.

د دې ټولنې د خوندیتوب او عدالت غوښتنې څانګې مشر انتوني برنارد ازادي راډيو ته وویل، بهبودي د طالبانو د ادعا خلاف د رسنیز کار له امله نیول شوی دی.

هغه وويل: "هغه د خبريال په توګه د کار کولو پر مهال نيول شوى او هغه نور څه نه دي کړي چې زنداني شي. موږ د طالبانو له چارواکو غوښتنه کوو چې زموږ غږ واوري او د هغه د ژر خوشې کېدو امر وکړي."

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وايي، دا مهال څلور خبریالان د طالبانو په زندان کې دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې(نی) بیا- بیا له طالبانو غوښتي، چې بندي کړي خبریالان خوشې کړي
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې(نی) بیا- بیا له طالبانو غوښتي، چې بندي کړي خبریالان خوشې کړي

د دې ادارې مشر ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه دا مهال څلور خبریالان د طالبانو په زندان کې دي چې د چارواکو په وینا زنداني کېدل یې له رسنیز کار سره هېڅ تړاو نه لري، خو که د دوی موضوع د رسنیو په کار پورې اړه ولري، موږ د رسنیو د سرغړونې له کمېسیون څخه غواړو چې په اړه یې څېړنې وکړي او د رسنیو ټولنې ته ډاډ ورکړي."

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه چې کله به نیول شوي خبریالان ازاد شي ازادي راډيو ته څه و نه ویل، خو تر دې مخکې یې ویلي و چې هېڅ خبریال د رسنیز کار په خاطر نه دی نیول شوی.

د دغو خبريالانو تر څنګ د قلم لار ټولنې د مشر مطیع الله ویسا په ګډون د بيلابيلو برخو ځینې فعالان هم دا مهال د طالبانو په زندان کې دي.

مرتضی بهبودي هغه ژورنالیست او عکاس و چې تر ډېره یې د کډوالۍ او پناغوښتنې په مسایلو راپورونه کول.

نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې د فوربس مجلې لخوا د ۳۰ کلنو څخه ښکته په ۳۰ غوره خبریالانو کې راغلى و.

XS
SM
MD
LG