د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مطبوعاتو د ازادۍ پر نقض اندېښنه څرګنده شوه


په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال له یوه ژورنالیست سره د طالب وسله والو د چلند انځور. October 21, 2021
په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال له یوه ژورنالیست سره د طالب وسله والو د چلند انځور. October 21, 2021

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مطبوعاتو د ازادي پر نقض خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون یا 'آی ایف جی' په ننګرهار کې د صفا راډيو خبریال عرفان الله بیدار د خوشې کېدو د خبر له تایید وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د خبریالاتو د کاري چاپېریال په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

یاد فدراسیون په دې اعلامیه کې چې تېره ورځ د دې فدراسیون په ویبپاڼه خپره شوه لیکلي: "د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو پر کارکوونکو بریدونه، د دوی ورکېدل او نیول، د مطبوعاتو د ازادۍ نقض ته دوام ورکوي او د دوی د دندو د ترسره کولو لپاره خورا خطرناک چاپېریال رامنځته کوي."

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د عرفان الله بیدار نیول کېدل په کلکه غندلي او له طالبانو څخه یې غوښتي، چې ټول زنداني شوي خبریالان خوشې او د افغانستان د رسنیو پر وړاندې دې خپل ګواښونه ودروي.

عرفان الله بیدار په ننګرهار ولایت کې د صفا راډيو خبریال دی.

عرفان الله بیدار
عرفان الله بیدار

ب

نوموړی د جولای میاشتې په ۱۲مه نېټه په داسې حال کې د جومات له مخې بوتلل شو، چې وسله‌والو یې تور کڅوړه مخ ته وراغوستې وه، هغه مهال په دې اړه چې بیدار د چا له خوا نیول شوی، د طالبانو حکومت د ازادي راډیو پوښتنې نه وې ځواب کړې، خو اوس چې له ۱۳ ورځو پیدا شوی، کورنۍ یې ازادي راډیو ته ویلي، چې د طالبانو له زندان خوشې شوی دی.

یو شمېر افغان خبریالان وايي، چې د دوی د دندو پر وړاندې یو شمېر خنډونه او ستونزې موجودې دي، چې له امله یې نه شي کولای په سمه توګه خپلې دندې پر مخ بوځي.

په کندهار ولایت کې یو خبریال چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، وايي، په افغانستان کې د خبریالانو کاري ساحه ځپل کېږي.

هغه زیاته کړه: "ډېرې رسنۍ وتړل شوې، خبریالان بې‌کاره شول. هغه خبریالان چې په ساحه کې کار کوي د معلوماتو له کمښت سره مخ دي. کله ناکله غیر سنجیده فشارونه وي چې د ژورنالیستانو کاري ساحه یې ځپلې ده."

په هرات ولایت کې هم د یوې رسنۍ خبریال چې دا هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل: "خبریالان د پېښو په پوښښ کې او هم له دولتي ادارو څخه د اطلاعاتو د لاسرسي په څرنګوالي کې له ستونزو سره مخ دي. همدا راز په شفاف او رښتیني ډول د واقعیتونو په بیانولو کې ستونزې لري. لکه څنګه چې موږ وینو پر رسنیو او خبریالانو ډېر محدودیتونه لګېدلي دي او تر ډېره حده دې ته اړ کېږي چې خپله سانسور وکړي."

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی هم د خبریالانو پر وړاندې شته ستونزې تاییدوي.

د یادې ادارې مسوول ظریف کریمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې اطلاعاتو ته نه لاسرسی یو له هغو خنډونو څخه دی چې په افغانستان کې خبریالان ورسره مخ دي.

کریمي وویل: "له بده مرغه پخوا هم اطلاعاتو ته د نه لاسرسۍ شاهد وو او اوس هم مسوولان خبریالانو سره ډېر لږ معلومات شریکوي. رسنۍ په خپل خبري راپورنو او تولیدي برنامو کې د تولیدي موادو له کمښت سره مخ دي. د دې تر څنګ شته ننګونې د دې لامل شوي چې په افغانستان کې خبریالان په رسنیزو کارونو کې ډیرې لږې بریاوې ولري."

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی د معلوماتو له مخې دا مهال درې نور خبریالان، افغان الاصله فرانسوی مرتضی بهبودي، خلیل بنا او نصرت مهدي لا هم د طالبانو په بند کې دي، چې د یادې ادارې په خبره، د دوی له خوا یې د خوشې کېدو هڅې روانې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG