د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

یو شمېر کورنۍ د طالبانو بند کې د خپلو دوستانو نامعلوم برخلیک اندېښمن کړي


افغان شاعر حسیب احراري چې دا مهال د طالبانو بند کې دی.
افغان شاعر حسیب احراري چې دا مهال د طالبانو بند کې دی.

د ځینو هغو کسانو د کورنۍ غړي چې د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوي وايي، په میاشتو میاشتو هم د نیول شويو خپلوانو د ځای او حالت په اړه یې معلومات نه ورکول کېږي او نه هم ورسره لیدلای شي چې له دې امله دوی سخت اندېښمن دي.

د ليکوال او شاعر ذبيح الله عیار تره محمد نسيم راضي وايي: "زموږ ټوله کورنۍ په تشویش کې ده، خفه یوو، سرګردانه یوو، له کاره لوېدلي یوو."

نوموړی وايي، په تېر کوچني اختر کې یې وراره د طالبانو له لوري نیول شوی، خو تر دې دمه یې نه له خپل وراره سره لیدلي او نه یې په اړه معلومات ورکړل شوي.

نوموړی د طالبانو له حکومت غواړي چې په وراره یې د لګېدلي تور او وضعيت په اړه معلومات ورکړي چې کورنۍ یې ډاډمنه شي.

ليکوال او شاعر ذبيح الله، چې د طالبانو له لوري نیول شوی او تر اوسه یې کورنۍ او خپلوانو ته معلومات نه ورکول کېږي.
ليکوال او شاعر ذبيح الله، چې د طالبانو له لوري نیول شوی او تر اوسه یې کورنۍ او خپلوانو ته معلومات نه ورکول کېږي.

محمد نسیم راضي ازادي راډيو ته وویل: "موږ د کابل او غزني ټول ریاستونه پسې وکتل، نه چا مثبت ځواب راکړ او نه یې ادرس راکړ، تر اوسه مو ملاقات هم نه دی ورسره کړی. په عیار کې کومه ستونزه هم نه وه، نه یې کوم وسله وال فعاليت کړی، ځینې خلک وايي چې د فېسبوک په پوسټونو یې نیولی، ځینې وايي چې په شک او ګومان نیول شوی، خو موږ ته تر اوسه چارواکو دا معلومات نه دي راکړي چې ولې نیول شوی دی؟ موږ له چارواکو دا هیله لرو چې زموږ سړی موږ ته راوښيي، خوشې دې یې کړي، که یې خوشې کوي نه، موږ ته دې د هغه جرم وښيي."

د طالبانو له لوري د یو بل نیول شوي شاعر حسیب احراري یوې خپلوانې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، چې د احراري له نیول کېدو وروسته دوی ته هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "هغوی (طالبان) موږ ته هېڅ نه وايي او د ملاقات اجازه هم نه راکوي، د روغتیا په اړه یې اندېښمن یوو، ځکه هغه ناروغ دی او په ملا او بډوډو کې ستونزه لري، مور یې هم تر اوسه خبره نه ده."

یو بل فعال چې د طالبانو له لوري زنداني شوي و او اوس خوشې شوی، د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل چې د ده په ګډون د ډېرو تازه نیول شویو کسانو یوه ستونزه دا وه چې کورنیو ته یې په اړه معلومات نه ورکول کېدل او له دې امله به دواړه خواوې په اندېښنه کې وې.

دا چې ولې د طالبانو له لوري د ځینو کسانو له نیول کېدو وروسته د هغوی کورنیو ته معلومات نه ورکول کېږي یا هم لیدلای یې نه شي، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو حقوق پوه سبحان مصباح وايي، د یوه متهم له نیول کېدو وروسته یوازې د هغه د ازادي حق سلبېږي او نور ټول حقونه یې خوندي دي چې له دې ډلې له کورنۍ سره اړیکه نیول هم د متهم حق دی.

حقوق پوه سبحان مصباح
حقوق پوه سبحان مصباح

مصباح ازادي راډيو ته وویل: "کله چې یو څوک نیول کېږي، سمدستي باید مدافع وکیل ته لاسرسی ولري، بل اصل دا دی چې له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیسي، ونه ځورول شي او له داسې حالت سره مخ نه شي چې په زور اقرار ترې واخیستل شي، د دې ترڅنګ د عادلانه محاکمې بحث دی چې خپلواکه او د قانون پر بنسټ مخکې لاړه شي."

تر دې مخکې د بخښنې نړيوال سازمان هم ادعا کړې وه چې د طالبانو په واکمنۍ کې زرګونه افغانان زنداني شوي، ځورول شوي، تري تم شوي او حتی وژل شوي دي چې له دې امله اوس خبریالان، د بشري او مدني حقونو فعالان، هنرمندان، پوهان او مذهبي او قومي لږه کي له خطر سره مخ دي.

یاد سازمان همدا ډول له طالبانو غوښتي وو، چې د بشري حقونو په برخه کې سرغړونې ودروي او د ښځو په ګډون ټولو افغانانو ته د هغوی حقونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG