د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

طالبانو له ولس سره د واټن د ډېرېدو له کبله د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ


د کابل ښار یوه څنډه کې طالبان د اګست د پنځلسمې په مناسبت بیرغونه او عکسونه ځړولي دي.
د کابل ښار یوه څنډه کې طالبان د اګست د پنځلسمې په مناسبت بیرغونه او عکسونه ځړولي دي.

د طالبانو د اوسني حکومت د بیا واکمنېدو په دوهمه کالیزه کې یې یو شمېر طالب چارواکي له ملت سره د واټن د ډېرېدو د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

ښکاري چې یو شمېر طالب چارواکي د دوی له اوسنۍ ادارې سره د افغانانو واټن ته متوجه شوي دي، ځکه یې چارواکي په پرله‌پسې ډول د دې وضعیت د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

په هغو مراسمو چې په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون کې واک ته د طالبانو د بیا ځلي رسېدو په مناسبت نیول شوي وو، په‌کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور له خپلو پلویانو وغوښتل چې له ملت سره ښه چلند وکړي.

هغه خبرداری ورکړ که چارواکي د خلکو غوښتنو ته پام ونه کړي، د مخکېني حکومت د چارواکو له برخلیک سره به مخ شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور

دلاور وویل: "که د خپل عزت غم را سره و، که د خپل وزارت غم را سره و، د خپلو ساتونکو غم را سره و، د خپلو عکسونو غم را سره و، بیا داسې حال به زموږ وي. هغوی ډېرې ډېرې کړې، بلند منزلونه یې جوړ کړل، غصبونه یې وکړل، خو افغانستان ترې پاتې شو."

د نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار بندیز، ټولې حکومتي چارې یوازې ملایانو ته سپارل، د بشري حقونو پراخه نقض، ځپلی اقتصاد، د افغانانو په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو محدودیت او یو شمېر نور کارونه د دې لامل شوي چې افغانانو د طالبانو له اوسني رژیم سره پراخه واټن واخلي او یا هم وطن پرېږدي.

خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له افغانانو غواړي چې بېرته خپل وطن ته ستانه شي.

هغه چې نن یې د طالبانو د بیا واکمنېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې دا هم وویل چې له خپلو مخالفینو سره خبرو ته چمتو دي.

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي
د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي

هغه وویل: "خپل وطن ته راشئ. دا زموږ د ټولو وطن دی. په ورورۍ کې به سره ژوند وکړو. مال، جایداد هر څه مو خپل دي. یو شمېر کسان که د ځینو مسایلو په اړه د نظر اختلاف لرئ، په ورورۍ کې یې له موږ سره مطرح کړئ، د اسلامي امارت چارواکي دا استعداد لري چې ستاسې اصلاحي نیوکې واواري."

دا لوړپوړی طالب چارواکی داسې مهال دا غوښتنه کوي چې افغانستان ته وروستیو کې یو شمېر ورغلي پخواني چارواکي او سیاستوال د دوی له قوله، د طالبانو د اوسني رژیم د ناسمو سیاستونو له امله بېرته له هېواده وتلي دي.

تر خوا یې د طالبانو د حکومت مخالفان نیوکه کوي چې طالبان په خبرو باور نه‌لري او نه غواړي چې له اوسني کړکېچه د افغانستان د ویستو لپاره بین‌الافغاني او ملي ډیالوګ پیل کړي.

هغه نیوکه چې نړیواله ټولنه یې هم د طالبانو په اوسني رژیم کوي او ترې غواړي چې د یوه ټولګډونه حکومت په جوړېدو سره اوسني کړکېچ ته حل‌لار پیدا کړي.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي چې واک ته یې د طالبانو د بیا ځلي رسېدو د دوهمې کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د اوسني نظام پر ضد له هېڅ وسله‌وال مقاومت ملاتړ نه کوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

متقي وویل: "نور بې ځایه تکلیف باید څوک ونه کړي، نور د افغانستان ملت متحد دی، قوي نظام لري او باید تعامل ورسره وشي. اختلافات په خپل ځای، خو هیچا ته دا حق نه شته چې وسله‌وال مخالفت او ګډوډۍ ته لمن ووهي."

د اګست ۱۵مه چې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو له دوهمې کلیزې سره برابره ده، په مناسبت یې د طالبانو حکومت په ټول افغانستان کې رخصتي اعلان کړې او په ټول افغانستان کې یې دا ورځ ونمانځله، خود تېر کال په څېر پوځي پرېډ ونه کړ.

تر خوا یې په کابل کې جوړې شوې غونډې ته هم محدود شمېر لوړ پوړي چارواکي ورغلي وو.

د طالبانو اوسنی حکومت داسې مهال د اګست له ۱۵مې د ویاړ د ورځې په نوم یادونه کوي چې یو شمېر نور افغانان بیا دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ بولي، هغه نېټه چې د دوی له قوله، له دوی یې ټول ارزښتونه او لاسته راوړنې واخیستې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG