د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

د کابل د سقوط کالیزه؛ د جمهوري نظام پرځېدو او د طالبانو بیا واکمنېدو څه اغېزه کړې؟


ارشیف: له نن څخه دوه کاله مخکې د جمهوري نظام په پرځېدو طالبان بیا ځلي کابل ته راننوتل او ټولې دولتي ادارې یې ونیولې. په تصویر کې طالب وسله وال د کابل د هوايي ډګر یوه څنډه کې لیدل کېږي.
ارشیف: له نن څخه دوه کاله مخکې د جمهوري نظام په پرځېدو طالبان بیا ځلي کابل ته راننوتل او ټولې دولتي ادارې یې ونیولې. په تصویر کې طالب وسله وال د کابل د هوايي ډګر یوه څنډه کې لیدل کېږي.

له نن څخه دوه کاله مخکې د ۲۰۲۱ د اګست په پنځلسمه طالب ځواکونه کابل ته ننوتل او جمهوري نظام، چې د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته رامنځته شوی و، وپرځېد.

په تېرو دوو کلونو کې د اکثرو افغانانو، په تېره بیا د ښځو ژوند خورا بدل شوی دی.

د کابل د سقوط د دویمې کالیزې په درشل کې څلورو افغانانو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دې پېښې یعنې د طالبانو بیا واکمنېدو د دوی ژوند څرنګه اغېزمن کړی دی.

په دې راپور کې له یوې سوداګرې، یوه کروندګر، یوه پخواني طالب جنګیالي او د طب له یوې محصلې سره چې زده کړې یې پرې ایښي دي، خبرې شوي دي.

دوه کاله مخکې چې طالبانو واک بیا ترلاسه کړ، ارزو عثماني د وېرې او خپګان احساس درلود.

ټاکل شوې وه چې طالبان په خپل تعبیر او تفسیر شریعت تطبیق کړي او په دې موده کې یې نجونې او ښځې له زده کړو او کاره محرومې کړې.

دېرش کلنې ارزو عثماني، چې دوه کاله پخوا یې د پمپر 'ډایپر' جوړولو شرکت پیل کړی و، وايي: "۱۰ ورځې له خپلې خونې ونه وتم. فکر مې کاوه چې زما او ټولو افغانانو لپاره هر څه پای ته رسېدلي دي."

دې زیاته کړه: "خو کله چې راووتم، ومې لیدل چې خلک ژوند ته دوام ورکوي، زه هم هیله منه شوم، له ځان سره مې وویل چې باید پاتې شم."

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ارزو عثماني مجبوره شوه چې خپل کاروبار ودروي.

له دې سره ۸۰ ښځو کار کاوه، خو دوې میاشتې وروسته یې بېرته خپل شرکت فعاله کړ.

د دې شرکت یو له ګوته په شمېر ځایونو څخه و چې ښځو په‌کې کار کولی شوای.

په تېرو دوو کلونو کې ښځې له اکثرو دولتي او غیردولتي دندو ایستل شوې دي.

په کابل کې د یوه سینګارتون سینګارکرې مېرمنې. طالبانو د تېر جولای په میاشت کې په ټول افغانستان کې د سینګارتونونو د بندولو امر وکړ. July 24, 2023.
په کابل کې د یوه سینګارتون سینګارکرې مېرمنې. طالبانو د تېر جولای په میاشت کې په ټول افغانستان کې د سینګارتونونو د بندولو امر وکړ. July 24, 2023.

طالبانو تېره میاشت سینګارتونونه، چې ګڼو بې سرپرسته ښځو له دې لارې نفقه برابروله، بند کړل.

خو ارزو عثماني وايي چې سوکه سوکه یې ځان له شرایطو سره سم کړ، کار ته یې دوام ورکړ او اوس ښه احساس لري چې کار ته یې دوام ورکړی دی.

دا اوس ۳۵ کارکوونکې لري.

راحت الله عزیزي کروندګر دی او له دې کبله چې جګړه پای ته رسېدلې، خوشاله دی.

دی چې ۳۵ کلن دی، په پروان ولایت کې یوه کوچنۍ کرونده لري.

عزیزي وايي: "د ۲۰۲۱ له اګسته راوروسته ډېر بدلون راغلی دی، اوس حالات ارام دي."

د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د کالني راپور پر اساس یوازې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۲۰ پورې په وسله والو نښتو کې نږدې ۳۸ زره ملکي افغانان وژل شوي او تر ۷۰ زره ډېر نور ژوبل شوي دي.

عزیزي، چې دوه اولادونه لري، سره له دې چې د امنیت له درکه خوشاله دی، اندېښنې یې ختمې شوي نه دي.

دی وايي: "خلک اوس زموږ محصول چنداني نه اخلي. ما پخوا یو من '۷ کیلو' سره بانجان په ۲۰۰ افغانۍ پلورل، خو اوس یې بیه ۸۰ افغانۍ ده."

دی هیله لري چې اولادونه یې پوهنتون ولولي، خو وايي چې اوس یې عاید دومره دی چې ویې خوري او ونه مري.

۲۲ کلن لعل محمد ته، چې پخوا طالب جنګیالی و، د طالبانو واک ته رسېدا، ښه زېری و.

د کندهار ښار په یوه څنډه کې طالب وسله وال
د کندهار ښار په یوه څنډه کې طالب وسله وال

دی ۴ کاله پخوا، چې له طالبانو سره ملګری شو، تل له کوره لېرې په جبهو کې و.

دی اوس په کندهار کې پولیس دی.

د میاشتې نږدې ۱۲ زره افغانۍ معاش لري چې دا د ده د کورنۍ لپاره کافي پیسې دي.

دی په دې خوشاله دی چې په منظم ډول میاشت په میاشت معاش وررسېږي او د موټر او لا ډېرو پیسې خوبونه ویني.

لعل محمد وايي چې ارمان یې دا دی چې زده کړې وکړي او د اسلامي امارت په حکومت کې خدمت وکړي.

حماسه باور د طب پوهنځي محصله وه، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له پوهنتونونو څخه نجونې منع شوې.

دې چې پخوا خپله راتلونکې په ډاکترۍ کې لیده، اوس په دې فکر کې ده چې بهر ته لاړه شي.

دې وویل: "د پوهنتونونو بندېدا نه یوازې زما لپاره بلکې د ټولو ټولګیوالو لپاره مې غمیزه وه."

دا زیاتوي: "که یوه نجلۍ زده کړې کړي وي، ټوله کورنۍ به یې زده کړې وکړي. که یوه کورنۍ زده کړې وکړي، ټوله ټولنه زده کړې کوي. که موږ زده کړې ونه کړو یو نسل کاملاً بې سواده پاتې کېږي."

د کابل پوهنتون یوه څنډه کې نجونې محصلانې. طالبانو د تېر کال ډ دسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.
د کابل پوهنتون یوه څنډه کې نجونې محصلانې. طالبانو د تېر کال ډ دسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.

دا وايي چې د پخواني حکومت او د طالبانو د حکومت ترمنځ، چې نړیوالو په رسمیت نه دی پېژندلی، لوی توپیر شته.

اغلې باور وايي: "پخوا ډېرې ازادۍ وې، خو اوس موږ حتي د خوند لپاره هم جومات ته نه شو تللی. حاضردمه د ښځو او نجونو لپاره ډېری کارونه منع دي."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG