د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ کالیزه او د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


د طالبانو یو شمېر ځواکونه - ارشیف
د طالبانو یو شمېر ځواکونه - ارشیف

ډیپلومات:

ډیپلومات خپرونې د طالبانو د اوسنۍ واکمنې د دویم کال د پوره کېدو په مناسبت په یوه مقاله کې د طالبانو د حکومت لوړو ژورو ته کتنه کړې ده.

مقاله په دې پیلېږي، چې طالبان اوس په افغانستان کې ځای پر ځای شوي.

د لیکوال په باور، له کافي کورني یا بهرني ملاتړه برخمن هېڅ کومه سیاسي یا وسله‌واله مخالفه ډله نشته چې طالبان دې نسکور کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پلازمېنې کابل ته د طالبانو په ننوتلو سره د جمهوریت وروستۍ پایې هم ړنګې شوې او طالبان بلاخره بیا واک ته ورسېدل.

په هماغه اګست کې بیا له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو شل کلن پوځي ماموریت رسماً پای ته ورسېد او ټول بهرنیان د اګست تر ۳۱مې له افغانستانه ووتل.

د مقالې لیکوال د خپلې دې ادعا لپاره چې د طالبانو د نسکورولو لپاره کومه غښتلې ډله نه‌شته، دا استدلال هم راوړی چې طالب مشرانو له خپلمنځي مخالفتونو ډډه کړې ده، خو په حقیت کې څو واره طالب مشرانو له هغې ډلې د دوی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په نظام کې شته ستونزو او د طالبانو د رهبر ملا هبت الله اخندزاده له خوا د واک پر انحصار کلکې نېوکې کړې دي.

ډیپلومات خپرونې وړاندې د طالبانو په مخ د نړیوالې ټولنې له‌خوا پرتو ننګونو ته هم اشاره کړې چې تر ټولو لوی لامل یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سختدریځي او محدودونکې پالیسۍ دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع کړي.

د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یې نجونې له پوهنتونو هم منع کړې او په ټولو نادولتي موسسو او ملګرو ملتونو کې یې د افغان ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

طالبان که څه هم د لوېدیځ له بندیزونو سره سره د سیمې او نړۍ له ځينو هېوادونو سره توده راشه درشه لري، خو د نړۍ هېڅ یوه هېواد د دوی حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.

ټورنټو سټار:

ټورنټو سټار بیا دې ته په کتو، چې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره کېږي، په کاناډا کې د افغان کډوالو د بیا استوګنې پروسې ته کتنه کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې کاناډا ته د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته ۴۰زره زیانګالي افغانان انتقال شوي او له ډلې یې څه باندې ۳۶زره هلته دایمي هستوګن کړای شوي.

ټورنټو سټار په دې مقاله کې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې وروستیو پنځلسو ورځو ته کتنه کړې چې پکې د بهرنیانو تر څنګ لسګونه زره افغانان هم د تخلیې د ماموریت په چوکاټ کې له افغانستانه وایستل شول.

سټار لیکلي چې په وروستیو کړکیچنو لسو ورځو کې زرګونه افغانان چې پکې د کاناډايي ادارو افغان همکاران، د بشري حقونو فعالان او ښځې شاملې وې له هېواده د تېښتې هڅه کوله.

XS
SM
MD
LG