د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

له افغانستانه بهر د جهاد په اړه د 'ملایعقوب مجاهد' څرګندونو غبرګونونه پارولي


د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد

د طالبانو حکومت د ملي دفاع سرپرست وزیر هغو څرګندونو بېلابېلو غبرګونونه راپارولي چې خپلو سرتېرو او قوماندانانو ته یې ویلي، که څوک له افغانستانه بهر د جهاد لپاره ځي، جګړه یې جهاد نه بلل کېږي.

ملایعقوب مجاهد دوه ورځې وړاندې خپلو سرتېرو او قوماندانانو ته وینا کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون خپره کړې وویل: "اوس خو د امیر امر دی. اطاعت یې واجب، فرض او لازم دی. که څوک له افغانستانه د باندې د جهاد په نیت ځي، جهاد یې جهاد نه بلل کېږي. دا رساله تاسې وګورئ. کله چې امیر مجاهدین له جنګ څخه بند کړي او بیا هم دی روان وي جنګ ته، دا جنګ؛ جنګ دی، جهاد نه‌دی."

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست دې څرګندونو په ټولنیزو او ټولیزو رسنیو کې خورا تُند بحثونه را پورته کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست په غبرګون کې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "هو! یوازې د افغانستان د مظلومو او بې دفاع خلکو، نجونو او ښځو، مخکنیو امنیتي ځواکونو، کادرونو، پانګو، طبیعي سرچینو او بلاخره د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ پر وړاندې د غیر اسلامي او انساني سیاستونو او د ملي ګټو خلاف کړنې جهاد بلل کېږي."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق

لیکوال او د سیاسي مسایلو شنونکي عصمت قانع بیا په خپله ټویټرپاڼه د نیوکې په ډول لیکلي، د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ؛ که له افغانستان د باندې یاست، له هر څه ازاد یاست، خو مرګ یوازې د افغان روان دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند رحمت‌الله اندړ بیا طالبان تورن کړي چې یوازې د افغانانو په مقابل کې جګړه روا بولي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند رحمت‌الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند رحمت‌الله اندړ

ډېر شمېر نورو افغانانو هم په ټولنیزو رسنیو کې د ملا یعقوب مجاهد څرګندونې غندلي او ليکلي، طالبان یوازې د افغانانو ځپلو ته لومړیتوب ورکوي.

خو د طالبانو حکومت تل ویلي، د افغانانو هر ډول حقونه یې ورکړي دي او تر خوا یې په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو په ګډون چې یو ډېر شمېر ملکي وګړي هم په کې قربانیان شوي دي، له خپلې جګړې دفاع کړې ده.

که څه معلومه نه‌ده چې د طالبانو د حکومت وسله‌وال له افغانستانه د باندې کوم هېواد ته د جګړې لپاره تللي، خو د طالبانو د ملي دفاع وزارت دا څرګندونې چې خپل سرتېري له افغانستانه د باندې له جګړې منع کوي داسې مهال خپرېږي چې پاکستاني چارواکو په وروستیو کې په ځلونو ویلي، شواهد لري چې ښيي یو شمېر افغانان پاکستان کې بریدونو کې لاس لري.

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ادعا وکړه چې د جولای په ۱۲مه د بلوچستان ایالت پر یوې پوځي چاوڼۍ برید کې له پنځو بریدګرو درې یې افغانان وو، خو طالبانو یې دا تورونه رد کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG