د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

متقي: افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد ته خطر نه دی


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي
له افغانستانه پاکستان ته د ور پېښ امنیتي ګواښ په اړه د پاکستاني چارواکو او سیاسیونو له ادعاوو سره هم‌ مهاله، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد ته خطر نه‌دی.
متقي له الجزیره ټلویزیون سره مرکه چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه خپره کړې ویلي، له تېرو دوو کلونو راهیسې چې دوی په افغانستان واکمن شوي، د سیمې او نړۍ هیڅ هېواد ته ګواښ نه‌دی پېښ شوی.
نوموړي ویلي:"د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي. موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې هغه زموږ خاوره د نورو پر ضد وکاروي. دا چې څوک اندېښنې لري او څه ډول اندېښنې لري، کولای شي چې هغه وخت په وخت له موږ سره شریکې کړي. "
امیرخان متقي داسې مهال دا څرګندوني کوي چې د جمعې په ورځ د طالبانو خورا خواخوږي او ملاتړي او د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن هم وویل، پاکستانی حکومت دې له طالبانو وغواړي چې په خپله خاوره د هغو کسانو مخه ونیسي چې د ده په خبره، په افغانستان کې یې پناه اخیستی او په پاکستان کې بریدونه کوي.
نوموړي د کومې مشخصې ډلې نوم نه دی اخیستی.
د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان
د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان
ده چې په قبايلی جرګه کې یې خبرې کولې دا هم وویل چې دواړه هېوادونه باید د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي.
مولانا فضل الرحمن دا څرګندونې ورسته له هغه کړي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ په هغه برید کې چې د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د نوموړي د ګوند په یوې غوندې وشو او داعش ډلې یې مسولیت ومانه، ۶۳ تنه په کې ووژل شول.
د پاکستان په نا امنیو کې د افغانستان له خاورې د ګټې اخستو په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې وړاندې هم د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ګډون بېلابېلو طالب چارواکو رد کړي دي، خو د مولانا فضل‌الرحمن د څرګندونو په اړه یې هیڅ غبرګون نه‌دی ښودلی.
په همدې حال کې د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د دې وزارت قوماندانانو او سرتېرو ته وینا کې ویلي، که څوک له افغانستانه بهر د جهاد لپاره ځي، جګړه یې جهاد نه بلل کېږي.
دا غږیز کلیپ چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د اګسټ په پنځمه خپور کړی نوموړی په کې له خپلو پوځیانو غواړي،داسې کار و نه کړي چې د ده له قوله، د دوی نظام او ګټو ته زیان واړوي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد
نوموړي ویلي:"اوس خو د امیر امر دی. اطاعت یې واجب، فرض او لازم دی. که څوک له افغانستانه د باندې د جهاد په نیت ځي، جهاد یې جهاد نه بلل کېږي. دا رساله تاسې وګورئ. کله چې امیر مجاهدین له جنګ څخه بند کړي او بیا هم دی روان وي جنګ ته، دا جنګ؛ جنګ دی، جهاد نه‌دی. "
معلومه نه ده چې د طالبانو د حکومت وسله‌وال له افغانستان د باندې کوم هېواد ته د جګړې لپاره تللي دي، خو د جولای په دوهمه په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني‌ کهر رسنیو ته وویل، ځینې شواهد یې په پاکستان کې د طالبانو سفارت ته سپارلي چې ښيي په یو شمېر مشخصو پېښو کې افغان وګړي ښکېل دي.
د پاکستان صدراعظم شبهاز شریف هم د پوځ له مشر سره پېښور ته له سفر وروسته په همدې ورځ په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه، چې د جولای په ۱۲مه د بلوچستان ایالت پر یوې پوځي چاوڼۍ برید کې افغانان ښکېل وو .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ هم دا ادعا کړې وه، چې د برید درې بریدګرافغانان وو.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا هغه مهال په خپل ټوېټر دا تورونه رد کړي وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG