د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

ستانکزی: د امریکا او ګاونډیانو بې پيلوټه الوتکې د افغانستان قلمرو کې ګرځي، خو مخنیوی یې نه شو کولی


د افغانستان په فضا کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه - ارشیف
د افغانستان په فضا کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه - ارشیف

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال وایي چې د افغانستان هوایي قلمرو د امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ د نورو او له هغې ډلې د ګاونډیو هېوادونو په لاس کې دی.

شیر محمد عباس ستانکزي د جمعې په ورځ د کابل په دشت برچي کې د عاشورا مراسمو یوې غونډې ته وویل: " تاسو ګورئ چې اوس هم زموږ پر سر بهرنۍ الوتکې ګرځي، دا یوازې د امریکا بې پيلوټه الوتکې نه دي، زموږ د ګاونډیانو ډرون هم دي چې ګرځي راګرځي خو موږ هغه حالت ته نه یو رسیدلي چې مخه یې ونیسو. "

ستانکزي زیاته کړه، د دې الوتکو مخه هغه وخت نیول کیدای شي چې افغانان یوه بل ته لاس ورکړي او له تخنکي او دفاعي پلوه افغانستان پياوړی کړو.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال بیا وویل چې اوس دوی ته هیڅ نه دې ورپاتې چې د بهرنیو د دا ډول مداخلو مخه ونیسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېرمحمد عباس ستانکزی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېرمحمد عباس ستانکزی

د امریکا د دفاع وزارت د پروسږکال د اګست د میاشتې د راپور له مخې له افغانستانه د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې وروسته چې ټول امریکایي پوځيان له افغانستانه ووتل د څه باندې اووه اعشاریه یو میلیارډ ډالرو په ارزښت امریکایي وسلې او مهمات چې له افغان حکومت سره و طالبانو ته پاتې شول.

طالبانو ته د جمهوري نظام ګڼې الوتکې هم پاتې دي، خو د راپورونو له مخې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د ګڼو تخنیکي کسانو له وتلو وروسته د رادار سیستم سم فعال نه دی.

د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په اړه د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په وروستیو کې له العربیه تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې امریکایي ډرون الوتکې د پاکستان له لورې راځي خو د ګاونډیو د الوتکو په تړاو طالبانو مخکې داسې څه نه و ویلي لکه اوس چې عباس ستانکزي اشاره ورته کړې ده؛ البته پاکستان دا خبره رد کړې ده چې امریکایي ډرون الوتکې د دوی پر فضا ګرځي یا ګرځيدلی شي.

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد
د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد

شیر محمد عباس ستانکزي هم د پرونیو خبرو پرمهال دا روښانه نه کړه چې د کوم ګاونډي ډرون الوتکې د افغانستان پر فضا ګرځي.

تر دې مخکې عباس ستانکزي د سپتمبر په میاشت کې پاکستان تورن کړی و چې د افغانستان پر موضوع سوداګري کوي .

ده ویلي وو، چې پاکستاني چارواکي دې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله او په نړیوالو غونډو کې دې د افغانستان پر مسالې تجارت نه کوي.

XS
SM
MD
LG