د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

د باجوړ پېښې د تلفاتو زیاتوالی؛ جمعیت علما اسلام: د پاکستان حکومت مو په ساتنه کې پاتې راغلی


د برید د مړو او ټپیانو لېږدونکی امبولانس
د برید د مړو او ټپیانو لېږدونکی امبولانس

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۴۴ تنو ته رسیدلی دی.

د پروني ځانمرګي برید ټپیان د همدې سیمې او یا هم د پیښور په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د ازادي راډیو مشال څانګې د چارواکو او ولسي سرچینو په حواله ویلي، چې اکثره وژل شوي پرون ماخوستن او نن خاورو ته سپارل شوي دي.

برید د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام پر یوه غونډه شوی او د دغه ګوند غړي د پاکستان حکومت د برید په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورنوي.

د دغه ګوند سکرتر جنرال ډاکټر مسعود ګل وایي، که راتلونکې کې دوی بیا له داسې غمیزې سره مخامخيږي، خپله به د ځان دفاع ته ودانګي.

نوموړی وایي:" دا موجوده کومه دماکه ( برید ) چې شوی مونږ یې غندو. که اینده کې بیا د جمعیت علما اسلام خلک دغسې ټارګیټ شول، بیا مونږ ازاد یو، خپل محافظت به خپله کوو."

د پاکستان پولیسو ویلي، لومړنۍ څیړنې یې ښيي چې برید ځانمرګی و او په خبره یې د داعش وسله والو له خوا ترسره شوی دی.

له پېښې وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونه
له پېښې وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونه

تحریک طالبان پاکستان چې تر دې وړاندې یې د پاکستان پر پوځ او پولیسو خونړي بریدونه کړي، دا برید غندلی او اسوشیتید پریس اژانس ته یې ویلي، د برید هدف د پاکستاني اسلامپالو کمزوري کول دي.

د برید عیني شاهد نعیم الرحمان ویلي، د چاودنې له غږ سره همهاله ډزې هم شوي دي.

هغه وایي:" څه پته ونه لګېده، یو پړق وشو، زه ستیج سره نژدې ناست وم، برښنا وشوله. ما چې ولیده په سلګونو کسان پراته وو. ډزې هم ورسره شروع شوې، ډېرې زیاتې ډزې وشوې، بیا مونږ مشران علما څنډې ته کړل او هغوی مو محفوظ کړل، بس دغه حالت راغی."

پخوانی سناتور او د پیښې عیني شاهد مولانا عبدالرشید له چارواکو غواړي چې د ټپیانو درملنې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

نوموړي وویل:" زما د پيښور له ګورنر او وزیر اعلا نه دا غوښتنه ده چې روغتونونو کې د دغو ټپیانو لپاره ښه انتظامات وکړي. له خپل جماعت او کارکوونکو څخه غواړو چې د وینې ورکولو او د ناروغانو د خدمت لپاره حاضر شي."

باجوړ کې د جمعیت علما اسلام پرونۍ غونډې ته چې برید پرې وشو، له پيښور او اسلام اباده هم د ګوند یوشمېر غړي او پارلماني استازي بلل شوي وو.

د جمعت علما اسلام ( ف) مشر مولانا فضل الرحمان، د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف او نورو سیاستوالو برید غندلی او د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر نه یې غوښتي چې پلټنه یې وکړي.

XS
SM
MD
LG