د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: پاکستاني سیال سره مې په افغانستان کې د فعاله ښکېلتیا هوکړه وکړه


د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د سفر پر مهال له خپل کوربه سیال سره
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د سفر پر مهال له خپل کوربه سیال سره

داسې مهال چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تروریستي ډلو د پټنځایونو پر سر ناندرۍ روانې دي، د پاکستان او ایران د بهرنیوچارو وزیرانو موافقه کړې چې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل پاتې شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، بلاول بوټو زرداري او حسین امیر عبداللهیان پرون په یوه ګډه خبري غونډه کې د وینا پرمهال وویل دواړو هېوادونو موافقه کړې چې په ګاونډي افغانستان کې د سولې او ثبات د پرمختګ لپاره به خپلې فعالې ښکېلتیا ته دوام ورکوي.

جیو نیوز چینل په دې خبري غونډه کې د ایران د بهرنیوچارو د وزیر له قوله خبر ورکوي چې وايي، د افغانستان هرراز وضعیت به پر ګاونډیو هېوادونو- پاکستان او ایران هم اغېز ولري.

ښاغلي عبداللهیان ویلي چې په همدې دلیل په هر حالت کې دا د دواړو هېوادو دیني او انساني دنده ده، چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي، چې پاکستاني چارواکو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان په خپل هېواد کې په وروستیو ناامنیو ګرم بللی او په افغانستان کې دننه د پوځي عملیاتو ګواښ یې هم کړی دی.

د پاکستان د اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، ښاغلي زرداري د باجوړ له خونړۍ حملې دوه ورځې وروسته د سه شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، پاکستان به د نړیوالو قوانینو په اساس د خپل ځان د دفاع لپاره اقدام وکړي.

بلاول بوټو زرداري د خپل ایراني سیال د هرکلي پر مهال
بلاول بوټو زرداري د خپل ایراني سیال د هرکلي پر مهال

زرداري زیاته کړه چې که افغان طالبان د پاکستان د مخالفو وسله والو پروړاندې اقدام ونه کړي، نو په افغانستان کې دننه پوځي عملیات به د پاکستان لپاره یو له انتخابونو څخه وي خو نه لومړنی انتخاب.

په عین حال کې د پاکستان صدراعظم شهبازشریف چې د چارشنبې په ورځ د پوځ له مشر سره پېښور ته تللی و، په یوه بیان کې تور ولګاوه چې په بلوچستان ایالت کې نژدې درې اونۍ مخکې د پوځ پر یوه پوسته برید افغانانو کړی و، او ویې ویل چې په دې پېښه کې وژل شوي بریدګر، د کندهار ولایت اوسیدونکي وو.

له دې مخکې نورو پاکستاني چارواکو هم ورته تورونه لګولي دي خو د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو ادعاوې پرون یوځل بیا رد کړې.

د حکومت ویاند پر خپل ټویټر ولیکل چې د پاکستان بیلابیل چارواکي، د دې هېواد د امنیتي وضعیت په اړه پر افغانستان تورونه لګوي.

ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د طالبانو حکومت هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد وکاروي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې پاکستاني چارواکي دي ذهنیتونه نه مغشوشوي او خپلې ټولې اندېښنې دې مخامخ له دوی سره شریکې کړي.

د باجوړ پېښه کې د یوه وژل شوي کس د جنازې مراسم
د باجوړ پېښه کې د یوه وژل شوي کس د جنازې مراسم

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې تروریستي حملو زور واخېست.

د دې حملو په لړۍ کې وروستۍ تېره یکشنبې په باجوړ کې وشوه، چې پړه یې داعش ډلې ومنله.

د وروستیو راپورونو له مخې، دې چاودنې ۶۳ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG