د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

ایران: طالبانو سره مو د اوبو په وېش ځينې هوکړې شوي


د هلمند سېند- ارشیف
د هلمند سېند- ارشیف

د هلمند سېند د اوبه خور پر سر د طالبانو حکومت او ایران ترمنځ له ناندریو وروسته، تازه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې یو لړ هوکړو ته رسېدلي دي.

د دغه وزارت ویاند ناصر کنعاني تېره ورځ په ایران کې یوې خبري غونډې ته وویل: "بیا مو هم د دې موضوع په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره جدي او نېږدې خبرې وکړې، په دې برخه کې لومړنۍ هوکړې هم وشوې او موږ تمه لرو چې د افغانستان چارواکي په دې برخه کې مسولانه چلند وکړي، څنګه یې چې په ځلونو ویلي دي. "

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دواړو خواوو ترمنځ د شوي هوکړه ليک جزیيات په ډاګه نه کړل.

خو نوموړي زياته کړه، د ایران د ولسمشر د حکم له مخې د انرژۍ وزارت په ګډون ټول وزارتونه د هلمند سېند کې د اوبه خور په مسلې جدي کار کوي او دا موضوع یې له لومړیتوبونو څخه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: ناصر کنعاني
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: ناصر کنعاني

تر دې مخکې د ایران د ولسمشر حقوقي مرستیال ډاکتر محمد دهقان له شفقنا خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي وو، چې د ایران د بهرنیو چارو او انرژۍ وزارتونو په هلمند سېند کې د ایران د اوبه خور په اړه هڅې مثبتې پایلې ته رسېدلي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل د دې راپور تر خپرېدو پورې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع الله عابد رسنیو ته ویلي وو، چې د هلمند په سېند کې د ایران اوبه خور ورکړل شوی.

هغه زياته کړې وه، چې دوی د ١٣٥١ کال تړون له مخې د هلمند په سېند کې د ايران حق ادا کړی او په راتلونکي کې هم ژمن دي چې د یاد تړون له مخې به د ایران اوبه خور ورکوي.

طالبان وایي د هلمند سېند اوبه کمې شوي او افغان کروندګر یې هم ستونزو سره مخ کړي
طالبان وایي د هلمند سېند اوبه کمې شوي او افغان کروندګر یې هم ستونزو سره مخ کړي

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي وو، چې د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دي، خو د وچکالۍ له امله د هلمند سېند د اوبو کچه ټیټه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په وروستیو کې په کابل کې بیا وویل، چې تهران باید د اوبه خور مسله سیاسي نه کړي.

خو ایراني چارواکي ادعا کوي، چې د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې افغانستان باید هر کال ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي، خو په دغه تړون کې د اوبو اندازه په معمولي او د اوبو په کلونو کې ذکر شوې او ویل شوي چې په نورو شرایطو کې د اوبو په سطحې پورې اړه لري.

د هلمند سېند اوبه چې د ایران د بلوچستان په سیستان کې د هامون جهيل ته بهیږي، له کلونو راهیسې د ایران او افغانستان د واکمنو حکومتونو ترمنځ د کړکېچ سبب شوي.

د ایران او افغانستان په تړون کې د ایران اوبه خور په یو عادي کال کې ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ښودل شوي.

د هلمند سېند تړون د ۱۳۵۱ کال په کب میاشت کې د افغانستان د وخت د صدراعظم موسی شفیق او د ایران د وخت د صدراعظم امیر عباس هویدا ترمنځ لاسلیک شوی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG