د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

ځينې شنونکي: طالبان به د نړۍ د غوښتنو پر اساس ټولګډونه حکومت جوړ نه کړي


د طالبانو مشران
د طالبانو مشران

ځینې شنونکي وايي، د دوی په باور طالبان به هغسې ټولګډونه حکومت جوړ نه کړي چې د نړۍ هېوادونه یې غوښتنه لري.

له طالبانو د ټولګډونه حکومت پر تشکیل د ټینګار په دوام د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یو وار بیا د طالبانو اوسنی حکومت ټولګډونه ونه باله.

هغه ویلي، د مسکو فارمټ په راوانه غونډه کې به د اجنډا عمده تمرکز په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د تشکیل موضوع وي.

ګڼو رسنیو پرون سې شنبه د ضمیر کابلوف څرګندونې رااخیستي چې د روسیې تاس خبري اژانس ته یې ویلي، د مسکو فارمټ په راروانه غونډه کې به ګډونوال په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو خبرې وکړي.

د ده په وینا ټاکل شوې، دغه غونډه د سپټمبر میاشتې پر ۲۹مه د تتارستان په کازان ښار کې جوړه شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت وویل چې د مسکو فارمټ په دې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته رسمي بلنیک سپارل شوی دی.

له طالبانو داسې وخت د ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه کېږي چې دوی تر دې مخکې خپل حکومت ټولګډونه بللی دی.

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت مشر شاه محمود میاخېل په دې باور دی، طالبان به هغسې چې نړیواله ټولنه غواړي، ټولګډونه حکومت جوړ نه کړي.

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت مشر شاه محمود میاخېل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت مشر شاه محمود میاخېل

میاخېل وویل: "فکر نه کوم طالبان به داسې ټولګډونه حکومت ومني، ځکه هغوی وايي زموږ حکومت ټولګډونه دی، که څه هم د هر قوم او سیمې یو شخص په کې شته. زموږ باور دا دی چې په افغانستان کې باید یوه ټولګډونه پروسه وي، چې هغه ولسواکي، د قانون حاکمیت او مشروع نظام دی. نو له هغې لارې ټولګډونه پروسه نه وي، که ټولګډونه حکومت په هره بڼه وي، څه نتیجه نه ورکوي."

د طالبانو له ویندویانو مو د ټولګډونه حکومت د جوړولو د غوښتنې په باب پوښتنه وکړه، خو هغوی زموږ پوښتنه ځواب نه کړه.

د مسکو فارمټ درېیمې غونډې ته چې د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په وروستیو کې جوړه شوې وه، د طالبانو د حکومت استازي غوښتل شوي وو، خو څلورمې او پنځمې غونډې ته یې د طالبانو حکومت استازي له بیا بیا غوښتنو سره سره نه وو، وربلل شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه مهال رسنیو ته ویلي وو، په هره هغه غونډه کې چې د افغانستان په اړه خبرې کېږي، د دوی حضور مهم دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د مسکو فارمټ په پنځمه غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د ملي امنیت سلاکارانو او یا هم استازو ګډون کړی و.

د مسکو فارمټ د غونډو بهیر په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې دوې غونډې یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال او درې نورې یې د طالبانو د حکومت د بیا واکمنۍ له پيله کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG