د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

بشري کړکېچ؛ ډبلیو ایف پي: د پیسو د نه رارسېدو له کبله افغانانو سره مرستې کموو


په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي که بېړنۍ مرسته ور ونه رسېږي، اړ کېږي چې میلیونونه نورو افغانانو ته هم د خیر ښېګڼې مرستې ودروي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' یو ځل بیا اړو افغانانو ته د مرستو د کمولو خبره کړې او خبرداری یې ورکړ، که پیسې ور ونه رسېږي، د ښځو او ماشومانو په ګډون به میلیونونه افغانان وږي پاتې شي.

په افغانستان کې د دغه پروګرام ویاند وحیدالله اماني تېر ماښام د اګست ۹مه ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال اته میلیونه اړو افغانانو ته د دوی له‌خوا د مرستو رسولو چارې درول شوي دي.

اماني وایي، که بېړنۍ مرسته ورسره ونه شي، اړ کېږي چې د بشري مرستو کچه نوره هم راټیټه کړي.

هغه زیاته کړه: "مونږ سملاسي څه باندې ۱۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو چې وکولای شو نږدې درې میلیونه کسانو ته د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ژمي لپاره خوراکي مواد زېرمه کړو. که مونږ ته په وخت سره مالي سرچینې په واک کې رانه کول شي، مجبوره کېږو چې راتلونکو اوونیو کې د مرستو کچه له دې هم کمه کړو."

اماني وایي، د خوړو نړیوال پروګرام راتلونکو شپږو میاشتو کې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې وکولای شي د ژمي پر مهال د بې‌وزلو او اړو افغانانو لاسنیوی وکړي.

ارشیف: په ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال څه باندې ۲۹ اعشاریه دوه میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د خیر ښېګڼې چارې وروسته له هغه ټکنۍ شوي چې د طالبانو حکومت په تېره ډسمبر میاشت کې په کورنیو او نړیوالو موسسو او په تېره اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو پر کارکولو بندیز ولګاوه.

د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وایي، اوسمهال یو اعشاریه څلور میلیونه میندې او ماشومان په افغانستان کې د هغو موادو له مرستې بې برخې شوي چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ورکول کېدل.

له دې سره همهاله د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ۱۵ اعشاریه درې میلیونه افغانان بشپړ خواړه نه لري.

د هغه په خبره له افغانستان سره د مرستو د کموالي له کبله د اړمنو کسانو شمېر زیات شوی دی.

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ

ایګلنډ پخوا تر دې د ناټو غړي هېوادونه تورن کړي چې په تېرو دو لسیزو کې یې افغانستان کې سلګونه میلیارده ډالره پر پوځي عملیاتو لګولي، خو اوس هلته هغو خلکو او ماشومانو ته پام نه کوي چې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو د افغانستان بشري وضعیت د نړۍ په کچه جدي بللی او ویلې يې دي چې د وضعیت د مهارولو لپاره درې اعشاریه دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

طالبان بیا د بشري وضعیت په اړه د نړیوالو اندېښنې بې ځایه بولي، خو څه چې ښکاره دي هغه دا دي چې په تېرو دو کلونو کې لسګونه زره افغانان بې‌کاره شوي او له دغه هېواده لا هم د کډوالو څپه روانه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG