د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

نړۍ

د خوړو نړیوال سازمان: وسله والو مو یمن کې یو مسوول وژلی

د خوړو نړیوال سازمان د یوه موټر تصویر
د خوړو نړیوال سازمان د یوه موټر تصویر

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، وسله والو کسانو په یمن کې د دې ادارې د یوه دفتر مسوول په ډزو وژلی دی.

ډبلیو اف پي پرون په یوه بیان کې وویل، چې د اردن تبعه محمد حمیدي په دې وروستیو کې یمن ته تللی و چې په تعز ښار کې کار پیل کړي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې په دغه برید کې چا لاس درلود.

تعز چې د یمن دریم لوی ښار دی، له ۲۰۱۶ کال راهیسې د حوثي یاغیانو تر محاصرې لاندې دی.

د دغه ښار محاصرې د خلکو تګ راتګ سخت کړی او خلکو ته یې د اړتیا وړ توکو، درملو او بشري مرستو د لېږد مخه نیولې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ناټو غړو هېوادونو له اوکراین سره د ۴۰ میلیارده یورو پوځي مرستې موافقه کړې

د ناټو د غړیو هېوادونو بیرغونه
د ناټو د غړیو هېوادونو بیرغونه

د ناټو غړو هېوادونو له اوکراین سره په راتلونکي ۲۰۲۵م میلادي کال کې د ۴۰ میلیارده یورو پوځي مرستې موافقه کړې ده.

رویټرز او د "جرمني ډي‌پي‌اې" خبري اژانسونو نن چهارشنبه د یو شمېر ډيپلوماتانو په حواله ویلي، د ناټو غړي لا هم نه دي توانېدلي چې جګړه ځپلي اوکراین ته د څو کلونو مرستو یوه بسته باندې سلا شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له غړو هېوادونو غوښتي چې د راتلونکې اوونۍ تر غونډې مخکې چې په واشنګټن کې جوړېږي پر دې سلا شي چې هر کال به اوکراین ته ۴۳ میلیارده ډالر ورکوي.

د ناټو غړو هېوادونو تراوسه د سټولټنبرګ د دغې غوښتنې ملاتړ نه دی کړی.

بایډن د اسراییلو صدراعظم سره ګوري

د عکس ښي لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن
د عکس ښي لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د همدې جولای میاشتې په وروستیو کې په واشنګټن کې سره وګوري.

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه لیکلي چې نتنیاهو د امریکا کانګرس ته د غزې د جګړې په اړه د وینا په هدف واشنګټن ته سفر کوي.

نوموړی به د جولای میاشتې په ۲۴مه د امریکا کانګرس ته وینا وکړي.

که څه هم امریکا د غزې په جګړه کې د اسراییل سیاسي او پوځي ملاتړ کوي، خو ولسمشر بایډن په ځینو مواردو کې د اسراییلو پر چلند اندېښنه ښودلې ده.

په غزه کې د اسراییلو د جګړې له پيله تراوسه د څه باندې ۳۸ زره ملکیانو د وژلو راپورونه ورکړل شوي دي.

د غزې جګړه د تېرې اکټوبر میاشتې په ۷مه، وروسته تر هغه پيل شوه چې حماس وسله‌والې ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، پر اسراییلو غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

اروپايي چارواکي: چینايي او روسۍ کمپنۍ په ګډه بې پیلوټه الوتکې جوړوي

ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه
ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه

اروپایي چارواکي وایي، چیني او روسي کمپنۍ په ګډه غواړي چې د ایران شاهد ډوله بې پیلوټه الوتکو په څېر نور جنګي ډرونونه جوړ کړي.

دغو اروپایي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط بلومبرګ ته ویلي، دغو کمپنیو تېر ۲۰۲۳م کال کې پر دې خبرې پيل کړي چې د شاهد په څېر الوتکې جوړې کړي او یوه هغه یې سږ کال د ازمېښت لپاره روسیې ته هم لېږلې ده.

د چین د دفاع ویبپاڼې او یو شمېر رسنیو یې ویلي چې هېواد یې د همداسې بې پیلوټه الوتکو پر جوړولو کار کوي.

شاهد داسې بې پيلوټه الوتکې دي چې د توغندي په څېر توغول کیږي او هدف ته د رسېدو په وخت کې چاودنه کوي.

لوېدیځ هېوادونه ایران تورنوي چې روسیې سره د اوکراین په جګړه کې د دې ډول الوتکو مرسته کوي.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې نن چهارشنبه د اروپایي چارواکو په حواله ویلي، چینایي شاهد الوتکې تراوسه د اوکراین په جګړه کې نه دي کارول شوي.

د هند شمال کې د ټېل ماټېل له کبله د مړو شمېر ۱۲۱ ته پورته شوی

د هند شمال کې د مذهبي مراسمو پر مهال د قربانیانو د لېږد له بهیره یو انځور
د هند شمال کې د مذهبي مراسمو پر مهال د قربانیانو د لېږد له بهیره یو انځور

د هند په اتر پردېش کې د مذهبي مراسمو پر مهال د ټېل ماټېل له کبله د مړو شمېر ۱۲۱ ته پورته شوی دی.

د جرمني "ډي‌پي‌اې" خبري اژانس لیکلي، د هند په شمال کې دغو پرونیو مراسمو ته شاوخوا یونیم لک کسان راټول شوي وو او د مراسمو د پای په شېبو کې خلک تر پښو لاندې شوي دي.

د راپورونو له مخې ګڼ شمېر خلک د چټلو اوبو یوې ویالې ته لوېدلي او ګڼو نورو بیا د خلکو تر پښو لاندې سا ورکړې ده.

په مړو شویو کې ګڼ شمېر یې ښځې دي او لږ تر لږه ۷ ماشومان هم په کې شامل دي.

د اتر پردېش د پوهنې وزیر ساندیپ سنګ ویلي، د پېښې په اړه پلټڼې پیل شوي او په خبره یې هر هغه څوک چې ملامت وپېژندل شي، سزا به ورکړل شي.

حوثي یاغیانو د عراق له اسلامي مقاومت ډلې سره په ګډه د اسراییل پر ضد ګډ پوځي عملیات کړي

حوثي جنګیالي
حوثي جنګیالي

د یمن حوثي یاغیانو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د عراق له اسلامي مقاومت ډلې سره په ګډه د اسراییل پر ضد ګډ پوځي عملیات کړي او په حیفا کې یې پر یوه مهم مرکز برید کړی دی.

د حوثي یاغیانو ویاند یحیی سريع په یوه تلوېزیوني وینا کې پرته له دې چې د برید دقیق ځای ته اشاره وکړي، ویلي چې دا پوځي برید د یو شمېر کروز توغندیو په مرسته شوی دی.

حوثي یاغیانو په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون په ادعا له نوومبر راهیسې پر نړیوالو بېړیو ګڼ بریدونه کړي دي.

خو په دې وروستیو اوونیو کې د "عراق د اسلامي مقاومت" غورځنګ، چې د حوثي یاغیانو متحد بلل کېږي، له دوی سره ګډ عملیات کوي.

په عراق کې د اسلامي مقاومت ډلې د تېرې چهارشنبې په ورځ د اسراييل په جنوبي بندري ښار ايلات کې د بريد مسووليت پر غاړه واخيست.

په هغه ورځ د اسراییل پوځ په یوه خبرپاڼه کې په ايلات بندر کې برید تایید کړ، خو ويې ويل چې بهرنۍ بې پيلوټه الوتکه ونه توانېده چې د اسراییل حریم ته ننوځي.

سوریه کې د ترکیې د پوځ په مرکزونو د تودو او سړو وسلو حملې شوي

سوریه کې یو شمېر ترکي ځواکونه
سوریه کې یو شمېر ترکي ځواکونه

د سوریې د حکومت د یوې مخالفې سرچینې او د دغه هېواد د شمال لوېدیځو سیمو د اوسېدونکو په وینا، یو شمېر قهرېدلیو خلکو په دغو سیمو کې د ترکیې د پوځ په مرکزونو د تودو او سړو وسلو حملې وکړې.

هغوی په دې غوسه شوي وو چې په وروستیو کې یې پر هېوادوالو په ترکیه کې حملې شوې وې.

د دغو پېښو په غبرګون کې د ترکیې حکومت د دوشنبې په ورځ د سوریې له شمال لوېدیځو سیمو سره د خپل هېواد تر ټولو مهمه سرحدي لار بنده کړه.

په عین حال کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل چې د تېرې شپې په عملیاتو کې یې په ټول هېواد کې ۴۷۴ تنه، چې په سوریه‌والو باندې په حملو کې یې لاس درلود، نیولي دي.

د ترکیې په ټولو ولایتونو کې د یکشنبې په ورځ وروسته له دې د سوریه‌والو خلاف تاوتریخوالي پیل شول، چې یو سوریه‌وال پر یوې ماشومې په جنسي تېري تورن شو.

د اروپا فوټبال جام؛ هالنډ رومانیا او ترکیې اتریش ته ماتې ورکړه

د ترکیې لوبډله له اتریش څخه د لوبې ګټلو وروسته خوښي څرګندوي.
د ترکیې لوبډله له اتریش څخه د لوبې ګټلو وروسته خوښي څرګندوي.

د اروپا د فوټبال جام کې هالنډ درې پر صفر رومانیا ته ماتې ورکړه.

دا لوبه سه شنبه مازدیګر مهال د جرمني په مونیخ ښار کې وشوه.

هالنډ په دې بریا سره د اروپا د ملتونو د اتلولۍ جام کوارټر فاینل یا اتو غوره پړاو ته لار پیدا کړه.

د شپاړسو ټیمونو دور په وروستۍ لوبه کې ترکیه او اتریش سره مخ شول.

په دې لوبه کې ترکیه وتوانېده دوه پر یو اتریش له مخې لرې کړي.

تمه ده د اروپا د ملتونو د فوټبال اتلولۍ جام د اتو غوره پړاو یا کوارټرفاینل سیالۍ د جمعې په ورځ پیل شي.

جرمني له هسپانیه، پرتګال له فرانسې، انګستان له سویس او هالنډ له ترکیې سره مخ دی.

طالبانو په ارزګان کې ۱۸ کسانو ته سزاوې ورکړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولایت موقعیت

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په ارزګان ولایت کې یې اتلسو کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړي دي.

د دې محکمې په بیان کې دا اتلس کسان په غلا، لواطت او نامشروع عمل تورن شوي دي.

په بیان کې راغلي چې دغو کسانو ته د ارزګان په ورزشي سټډیوم کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

اکثر دا تورن په څو میاشتو بند محکوم او لږ تر لږه په ۳۹ درو وهل شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته د سزاوو د ورکولو خبرونه خپروي.

د بشري حقونو فعالان او مدافعین د طالبانو پر قضايي سیستم نیوکې لري او وايي چې تورن کسان مدافع وکیلانو ته له لاسرسي پرته د طالبانو له خوا بندیانېږي او سزاوې ورکول کېږي.

امریکايي ځواکونو د حوثيانو د رادار یو سایټ له منځه وړی

حوثي جنګیالي
حوثي جنګیالي

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنتکام خبر ورکړی چې امریکايي ځواکونو د ایران له ملاتړ برخمن حوثيانو د رادار یو سایټ له منځه وړی دی.

سینټکام سه شنبه په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د رادار دا سایټ د امریکا، ایتلافي ځواکونو او په سیمه کې تجارتي کښتیو ته یو ګواښ و.

د بیان په اساس، دا سایټ د بېړۍ چلونې او د نړیوالو اوبو د لا خوندیتوب په خاطر هدف ګرځول شوی دی.

تر دې مخکې د یمن حوثیانو دوشنبه ادعا وکړه چې په امریکا، بریتانیا او اسراییل پورې تړلې څلور کښتۍ یې په سره سمندرګي، عرب بحیرې، مدیترانه سمندرګي او هند سمندر کې هدف ګرځولي دي.

په دونتسک د روسیې هوايي بریدونه؛ اوکرایني چارواکي: څلور کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

په دونتسک کې د روسیې د بریدنو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په دونتسک کې د روسیې د بریدنو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

اوکرایني چارواکي وايي، د اوکراین په ختیځ دونتسک سیمه کې د روسیې په هوايي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان دي.

بل پلو د اوکراین په جنوب خرسون ښار کې هم له لسو ډېر کسان وژل شوي دي.

له دې سره هممهاله د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د اوکراین په مرکزي سیمه کې يې پر یوې هوايي اډې د توغندیو په برید کې ۵ جېټ الوتکې له منځه وړي دي.

د اوکراین د پوځ یو پخواني چارواکي پر میرهورود هوايي اډې برید تایید کړی، خو زیاته کړی ده چې روسیه د الوتکو د له منځه وړلو د ادعا په برخه کې مبالغه کوي.

د دونتسک سیمې لپاره پوځي مشر وادیم فیلاشکین پر ټیلګرام ویلي، څلور کسان پرون په درېیو کلیو کې وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

بل پلو د خرسون د سیمې پوځي قومندان اولیکسندر پروکودین ویلي، د روسیې په بریدونه کې په دې سیمه کې ۵ کسان وژل شوي دي.

اوکرايني پوځیانو دا جنوبي ښار خرسون د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې بیرته له روسیې ځواکونو ونیوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG