د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

په افغانستان کې د روان بشري وضعیت او خوړو ناامنۍ په اړه اندېښنه ښودل شوې


د بشري مرستو په هیله فراه کې منتظرې مېرمنې - ارشیف
د بشري مرستو په هیله فراه کې منتظرې مېرمنې - ارشیف

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خوړو د خوندیتوب په غونډه کې چې تېره ورځ ترسره شوه، د برېتانیا، روسیې، قطر، پاکستان، سویزرلنډ او هند په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت او د خوړو د ناامنۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د خوړو د خوندیتوب په اړه په دې جوړه شوې غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان له قحطۍ سره د مبارزې او مخینوي همغږې کوونکې رینا ګېلاني وویل: په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په کچه ۲۵۰ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ وو.

نوموړې وویل چې دا شمېر په تېرو څو کلونو کې بې سارې وو چې په ترڅ کې یې په ۷ هیوادونو کې ۳ لکه او ۷۶ زره کسان له قحطۍ سره مخ وو٠
رینا ګیلاني زیاته کړه:"نښتې او ناامنۍ لا هم د لوږې او قحطۍ له اصلي لاملونو دي. له یادو اوو هېوادونو هر هېواد چې خلک یې په ۲۰۲۲ کال کې د قحطۍ په څېر شرایطو سره مخ شوي، د وسله والو نښتو یا شدید تاوتریخوالي تر اغېز لاندې ول او له دغو هېوادونو پنځه یې افغانستان، هایتي، سومالیا، جنوبي سوډان او یمن په منظمه توګه د امنیت شورا په اجنډا کې شامل دي."
د امنیت شورا د دغې غونډې مشري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کوله
د امنیت شورا د دغې غونډې مشري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کوله
د امنیت شورا د دې غونډې مشري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن کوله، چې اوس مهال امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري کوي.
په غونډه کې د دغې شورا اووه غړو په مشخصه توګه د افغانستان یادونه وکړه او ډېرو یې له افغانانو سره پر مرستو ټینګار وکړ.
په غونډه کې د پاکستان استازي وویل چې اسلام اباد به د افغانانو په خاطر خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د هندوستان استازي له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنو غنمو د مرستې یادونه وکړه.
د روسیې استازي د امنیت شورا په دې ناسته کې امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د تېرې شل کلنې لوږې عاملین وبلل.
خو په امنیت شورا کې د سویس ا استازی ادریان دومینیک هاوري وویل چې د خوړو نړیوال ناورین به افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې لا بدتره شي.
نوموړې وویل:"جګړه د لوږې او لوږه د جګړې لامل کېږي. د خوړو نړیوال ناورین بې مخینې دی او هېوادونه او سیمې بې ثباته کوي. دا ناورین په سومالیا، سوډان، جنوبي سوډان، ساحل، افغانستان، یمن او سوریه لا بدتره کېږي."
په ورته وخت کې یو شمېر افغانان وايي سختې بې وزلۍ او بې کارۍ ورته ذهني ستونزې پیدا کړي دي.
افغان ښځې د روان ناورین تر ټولو زیات شوی قشر ګڼل کیږي
افغان ښځې د روان ناورین تر ټولو زیات شوی قشر ګڼل کیږي
د پلازمینې کابل یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "د تېر جمهوري حکومت پر مهال مې ښه دنده درلوده، اوس بې کاره یم، په کور کې بل څوک د کار نه لرم، حکومت مو کار ته نه پرېږدي، د نفقې د ګټلو بل څوک نه لرم، د کورنۍ لپاره د نفقې پیدا کولو لاره رانه ورکه کړې او سختې ذهني ستونزې یې راته پیدا کړي دي."
پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته په دې هیواد کې بې وزلي او بې کاري تر بل هر وخت زیاته شوې ده.
د روانې میاشتې په ۲۱ مه نېټه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یو این ډي پي په یو راپور کې وویل، چې د ۲۰۲۰ کال راهیسي د افغانانو په عاید کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی چې له امله یې اوس مهال د دې هیواد ۳۴ میلیونه اوسېدونکي د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.
دغه شان د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، سږ کال په افغانستان کې له ۲۸ ميلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او شپږ ميلیونه نور له قحطۍ یو ګام واټن لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG