د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۰

اوچا: افغانان د اقلیمي بدلون د زیانونو له کبله بېړني ملاتړ ته اړتیا لري


ارشیف: د هرات په یوه غرییزه سیمه کې دغه ماشومان له لرې ځایه خپل کور ته اوبه په تکل وتلي.
ارشیف: د هرات په یوه غرییزه سیمه کې دغه ماشومان له لرې ځایه خپل کور ته اوبه په تکل وتلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون یو له تر ټولو زیات اغېزمن شویو هېوادونو دی او وګړي یې بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

یو شمېر افغانان د یادې ادارې راپور تاییدوي او وایي چې په وروستیو کلونو کې د هوا ګرموالی په بې‌ساري ډول زیات شوی.

د هلمند یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل، د تودوخې درجه په دې وروستیو کې په بې‌ساري ډول لوړه شوې.

د یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي وایي، د دوی په سیمو کې هم د معمول خلاف تودوخه زیاته شوې ده.

د چاپېریالي مسایلو کارپوهان، د تودوخې د دغه زیاتوالي علت د اقلیم بدلون بولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا بیا افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بحران یو له تر ټولو زیانګالو هېوادونو ګڼي.

اوچا پرون یکشنبې پرخپله ټویټرپاڼه کې کښلي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون اغیزې ښې درک شي باید څلورو مهمو ټکو ته پام وشي.

اوچا وایي، افغانستان د نړۍ له هغو لسو هېوادونو دی چې له سختې هوا او طبعي پېښو سره مخامخ دي.

د افغانستان یو شمېر ولایتونه په دې وروستیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وچې په ډېرو سیمو کې یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

کابل کې د سږنیو بارانونو یوه څنډه
کابل کې د سږنیو بارانونو یوه څنډه

د اوچا په خبره، په دې هېواد کې سخته وچکالي پراخیږي چې هم د معیشیت امکانات له منځه وړي او هم ورسره لوږه زیاتېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرڼې سازمان یا 'ایف اې او' تېره میاشت په یوه راپور کې وویل چې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ له امله به سږ کال په افغانستان کې د غلو دانو د حاصلاتو کچه کمه وي.

د ملګرو ملتونو ادارو په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې له لوږې سره مخامخ دي میلیونونه تنه ښودلی او هغوی چې د خوړو لپاره کافي خوراکي مواد نه لري، شاوخوا ۲۸ میلیونه تنه اټکل شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د تودوخې زیاتوالی په افغانستان کې د اقلیم د بدلون یوه بله نښه یاده کړې او ویلي یې دي چې د تودوخې درجه په چټکۍ زیاتېږي چې په متوسط ډول یې اندازه له نړیوالې هغې لوړه ده.

د افغانستان په اکثرو سیمو کې د سختې وچکالۍ له امله د ترځمکې لاندې اوبو کچه هم ډېره ټیټه تللي او ان په ځینو سیمو کې تر څوسوو مترو پورې رسېدلې.

د کرنیزو ځمکو او باغونو د خړوبولو لپاره د اوبو د نشتوالي ترڅنګ د کابل په شمول په ډېرو ولایتونو کې د څښاک اوبو ته هم د خلکو لاسرسی کم شوی دی.

ارشیف: د کابل د کارتې سخي سیمه کې خلک له لرې ځایه خپلو کورونو ته اوبه وړي.
ارشیف: د کابل د کارتې سخي سیمه کې خلک له لرې ځایه خپلو کورونو ته اوبه وړي.

دغه ستونزه په دې وروستیو کې په کابل کې زیاته شوې.

د یاسمین په نوم د دې ښار یوې اوسېدونکې څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته د اوبو د ستونزې په باب وویل: "زمونږ نلونه له تقریباً څلورو ورځو راهیسې وچ دي. خلک په ساعتونو، ساعتونو نلونو او بمبو ته په لیکه کې له سطلونو سره کتار ولاړوي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د چاپېریال تخریب کرنه هم ګواښلې چې دې مسئلې د معیشیت امکانات له خطر سره مخ کړي دي.

اوچا ویلي، افغانانانو چې له لسیزو راهیسې یې د اقلیم د بدلون په وړاندې د پام وړ مقاومت کړی، اوس بېړني ملاتړ ته اړتیا لري، څو وکولای شي د اقلیم د بدلون له اغېزو سره مقابله وکړي.

پر افغانستان سربیره د نړۍ یو شمېر هیوادونه له اروپا نیولې تر امریکا پورې، په دې وروستیو کې د اقلیم د بدلون د اغېزو شاهدان دي.

د هسپانیا د تودوخې روانه څپه
د هسپانیا د تودوخې روانه څپه

د جنوبي اروپا ډېرو سیمو کې د تودوخې درجه له معمول خلاف ډېره لوړه شوې.

د کاناډا په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې په ځنګلونو کې اورونه بلل شوي چې په سلګونو زره هکتاره ځنګلونه یې له منځه وړي دي.

دغه وضعیت ته پام د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش خبرداری ورکړی چې د اقلیم بدلون له کنټروله وتلی دی.

XS
SM
MD
LG