د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

وچکالي او اقليمي بدلون؛ یو شمېر کابل ښاریان د اوبو له کمښت شکایت کوي


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

يو شمېر کابل ښاريان وايي، په دوه درې ورځو کې یوازې د یوه یا دوه ساعتونو لپاره د نلونو له اوبو څخه ګټه اخیستلی شي، چې د دوى په خبره دومره اوبه د خوراک او څښاک لپاره بسنه نه‌کوي.

مرسل چې د کابل ښار د ۱۳مې ناحيې قلعه قاضي سيمې اوسېدونکې ده وايي: "د اوبو رسولو شرکت ته لاړو، ویل یې د خدای شکر کوئ چې همدومره اوبه هم در رسېږي، نورو شرکتونو خپل مشتریان بیخي ځواب کړي دي، غړپ اوبه هم نه ورکوي، موږ خو يې دوه درې ورځو کې یو دوه ساعته درکوو، په همدې شکر وباسئ."

مرسل وايي چې دوى د اړتیا وړ اوبه نه‌لري.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "په دې سره اوړي کې موږ دومره اوبه لرو چې یوازې د څښاک لپاره کېږي، د کاليو مینځلو، حویلۍ مینځلو او داسې نورو ضروري کارونو لپاره اوبه نه‌شو پیدا کولى. کابل داسې ځای دی چې هر کور دوه یا درې ونې په حویلۍ کې لري، دا تږې دي، اوبه نه‌شو ورکولى."

د اوبو د کمښت ستونزه د دې لامل شوې چې د اوبو یو شمېر شرکتونه د کابل په بېلابېلو سیمو کې د ټانکرونو له لارې اوبه وپلوري.

خلک وايي، له دې اوبو څخه د څښاک لپاره ګټه اخلي.

ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه کې خلک د اړتیا وړ اوبه په سطلونو کې خپلو کورونو ته وړي.
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه کې خلک د اړتیا وړ اوبه په سطلونو کې خپلو کورونو ته وړي.

د کابل ښار د ١٣مې ناحيې د پل خشک اوسېدونکى علي هم د اوبو د کمښت ستونزې ته اشاره کوي او وايي چې دی له همدغو ټانکرونو څخه ٢٠ لېتره اوبه له ٣٠ تر ۳۵ افغانۍ پورې اخلي.

علي وايي: "له ۴۲ ساعتونو وروسته دوه درې ورځې پس اوبه یو ځل راځي، په ساعتونو ولاړ یو چې نوبت راورسېږي، ټانکر په ۳۰ یا هم ۳۵ افغانۍ باندې اوبه خرڅوي."

د کابل ښار د تايمني پروژې اوسېدونکې فريحه هم په خپله سيمه کې د اوبو له کمښت سر ټکوي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "په دې وختونو کې اوبه ډېرې کمې شوې، په تېره بیا په بلاکونو کې، په اپارتمانونو کې بیخي اوبه نه وي، دوه درې ورځې وروسته اوبه راځي، هغه هم د شپې ۱۲ بجې، یوه بجه، دوه بجې، ټوله شپه وېښ ورته ناست یو. د اوبو فشار هم ډېر کم وي، درېیم او څلورم منزل ته سمې نه رسیږي، په ډېرې سختۍ سره یو دوه سطله اوبه اخلو."

د کابل ښار يوه بله اوسېدونکې ياسمين د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د اوبو د کمښت ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

اغلې ياسيمن وويل: "زموږ نلونه له څلورو ورځو راهیسې وچ دي. حکومت دې، دې برخې ته پاملرنه وکړي، دا خو د حل‌لاره نه ده، چې خلک په ساعتونو ساعتونو نلونو او بمبو ته په لیکه کې له سطلونو سره کتار ولاړ وي."

ومو غوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت د اوبو او برښنا وزارت نظر هم ولرو، خو د دغه وزارت ویاند اختر محمد د دغه راپورتر خپرېدو پورې زموږ پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

خو تر دې مخکې دغه وزارت ویلي وو، چې کابل د اوبو له کمښت سره مخ دی او سږ کال د ځمکې لاندې اوبو کچه تر درې نیمو مترو پورې ښکته شوې ده.

د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له امله د افغانستان د پلازمېنې په ګډون په یو شمېر ښارونو کې د اوبو د کمښت ستونزه زیاته شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG