د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

مالیار: په نړۍ کې اقلیمي بدلون د افغانستان په چاپیریال ناوړه اغېز کړی


د افغانستان د چاپيریال ساتنې ملي اداره وايي چې په نړۍ کې اقلیمي بدلون د افغانستان په چاپیریال ناوړه اغېز کړی.

د دغې ادارې د پالیسو او نړیوالو اړیکو مرستیال محمد ادریس مالیار ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان په جنوب لویدیځ سیمه په ځانګړي توګه په هلمند او کندهار کې تودوخه تر پنځو درجو لوړه شوې ده.

ښاغلی مالیار وايي، د تودوخې درجې له لوړېدو سره بارانونه کم شوي او یو شمېر ولایتونو وچکالۍ ځپلي دي.

نوموړی زیاتوي که افغان حکومت او ولس د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کار نه شي، په نېږدې راتلونکې کې په ټول افغانستان په ځانګړي توګه په کابل ښار ناوړ تاثیر واچوي.

له محمد ادریس مالیار سره رحمت الله افغان مرکه کړې او په سر کې د اقلیم بدلون د څرنګوالي په اړه پوښتنه کړې؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:22 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG